اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې پوليو ډلو ته په ورمخې ته شوو درېو امنيتي پېښو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره د هغې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ په خپل بيان كښې دې ووئيل په بنو، هنګو او نصير آباد كښې بېلو پېښو كښې د پوليو ډلې او د هغوي په حفاظت مامور امنيتي …
د وزيراعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق پوليو ډلو ته د ورمخې ته امنيتي پيښو په سختو ټكو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې پوليو ډلو ته په ورمخې ته شوو درېو امنيتي پېښو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره د هغې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ په خپل بيان كښې دې ووئيل په بنو، هنګو او نصير آباد كښې بېلو پېښو كښې د پوليو ډلې او د هغوي په حفاظت مامور امنيتي اهلكار د نامعلومه وسله والو لخوا په نښه كړے شول۔ په نصير آباد كښې د دې نوعيت په يو پېښه كښې پولیس اهلکار فرمان بشیر بهراني شهيد او يو بل اهلكار ژوبل شو۔ فوکل پرسن عائشه رضا فاروق ووئيل دا بريدونه د نه قبلولو وړ دي۔ دې ووئيل مونږ د شهيد بشير بهراني قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې كوو او د هغه كورنۍ سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوو۔ دې ووئيل د پوليس اهلكارو په مړانه او خپل ژوند خطر سره په مخ كولو خپل فرض ترسره كول زمونږ د قامي جذبې په زړه پورې عكاسي كوي۔ دې ووئيل د پوليو ډلو په حفاظت به كومه سودا ونه كړې شي۔ دې ووئيل د چېلنجونو باوجود پاكستان د پوليو ختمولو مضبوط عزم لري او دا ډول ناوړه پېښې زمونږ اجتماعي هڅې او عزم كمزورې كولې نه شي










