د اوور انوائسنګ په ناوړه دنده كښې د ككړو ټولو وګړو په ضد دې قانوني كاروايۍ ګړندۍ كړې شي: د وزيراعظم شهباز شريف د ايف بي آر چارو جاج اغستو غونډې ته خطاب

اسلام آباد۔15اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كال 2017ء څخه تر 2022ء د اوور انوائسنګ ناوړه دنده كښې د ككړو ټولو وګړو په ضد د قانوني كارروايۍ تندولو امر سره د اړوندو ادارو په پرله پسې بې غورۍ د ناراضګۍ او خشم څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر چارو د جاج اغستو اوونيزه غونډه د شورو په ورځ وشوه په …

اسلام آباد۔15اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كال 2017ء څخه تر 2022ء د اوور انوائسنګ ناوړه دنده كښې د ككړو ټولو وګړو په ضد د قانوني كارروايۍ تندولو امر سره د اړوندو ادارو په پرله پسې بې غورۍ د ناراضګۍ او خشم څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېف بي آر چارو د جاج اغستو اوونيزه غونډه د شورو په ورځ وشوه په كومه كښې چې اوور انوائسنګ لپاره د جوړې كړې كمېټۍ رپورټ وړاندې كړے شو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقی وزيرانو مصدق مسعود ملک، احد خان چیمه، عطاء تارړ، اټارنی جنرل منصور عثمان اعوان، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، د اېف بي آر چیئرمېن او اعلی سرکاری چارواكو ګډون وكړو۔ وزیر اعظم غونډې ته خطاب كښې ووئيل كال 2017ء څخه تر 2022ء د اوور انوائسنګ ناوړه دنده روانه وه او اړونده اداره له خپل فرض څخه پرله پسې غافله پاتې وه۔ ده هدايت وكړو چې په دې دنده كښې د ككړو ټولو وګړو په ضد دې قانوني كارروائي ګړندۍ كړې شي۔ وزیراعظم د مشتاق احمد سکھېرا په مشرۍ كښې د كمېټۍ د رپورټ توصيف كولو سره د غفلت كوونكو وګړو په ګوته كولو او د هغوي په ضد د محكمانه كارروايۍ هدايت وكړو۔ ده ووئيل د ټېكس پېسه د قام امانت دے ٬ د دې حفاظت زمونږ فرض دے او د پېسې پېسې حساب وركول زمونږ ذمه واري ده۔ ده په سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي له د بشپړه تګلارې وضعه كولو هدايت هم وكړو۔ وزيراعظم د فنانشل مانیټرنګ یونټ(اېف اېم یو) يوه فعاله اداره جوړولو او په دې كښې د اېف آئي اے او انټېلېجنس بېورو استازو شاملولو هدايت هم وكړو۔ وزیر اعظم ته بريفنګ كښی ووئېل شول چې اېف بی ار سنټرلائز پرائس ویریفکېشن پورټل جوړ كړے شوے ، د جون تر پايې به دا پورټل بېنكونو سره منسلك كړے شي۔ وزیر اعظم ته ووئيل شول چې رپورټ له مخې د اېف بی آر پوسټ کلیئرنګ آډټ ونګ په اكتوبر 2022ء كښې اوور انوائسنګ دنده په ګوته كړه۔ په دې مهال د ككړو وګړو په ضد 13 اېف آئی آرز درج شوي او قانوني كارروائي روانه ده۔(