اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي سعودی عرب پاكستان لپاره د نورو 3 اربه ډالرو ډيپازټس كولو اعلان كړے دے ٬ هيله ده چې ادائيګي به يۍ په راروانه اونۍ كښې اوشي٬ د سعودي عربستان د موجوده 5 ارب ډالرو ډيپازټ به اوس د كلن رول اوور محتاج نه پاتې كيږي بلكې دې ته به تر اوږدې مودې پراختيا وركولې شي۔ ده …
د سعودي عرب لخوا پاكستان ته د نورو 3 اربه ډالرو ډيپازټس كولو اعلان ٬ زيرمې به د ماركيټ د ذمه وارو او د آئي ايم ايف پروګرام غوښتنو له مخې برقرار ساتلې شي: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب په واشنګټن ډي سي كښې ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي سعودی عرب پاكستان لپاره د نورو 3 اربه ډالرو ډيپازټس كولو اعلان كړے دے ٬ هيله ده چې ادائيګي به يۍ په راروانه اونۍ كښې اوشي٬ د سعودي عربستان د موجوده 5 ارب ډالرو ډيپازټ به اوس د كلن رول اوور محتاج نه پاتې كيږي بلكې دې ته به تر اوږدې مودې پراختيا وركولې شي۔ ده دا خبره تېره ورځ په واشنګټن ډي سي كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د سعودي عربستان پاكستان سره دا مرسته بهرنيو مالي ضرورتونو لپاره په يو مهم وخت كېږي او دې سره به د زرمبادله زېرمې مضبوطې شي او بهرنۍ كھاته به مستحكمه شي۔ د خزانې وزير د حكومت د د دې عزم پخلے وكړو جې زېرمې به د مارکیټ د ذمه وارو او آئي اېم اېف پروګرام غوښتنو له مخې په ځاے ساتلې شي په كومو كښې جې د مالي كال تر پاے نزدې د 18 اربه ډالرو هدف سر كول دے او كومې به چې د 3.3 مياشتو د درآمدت برابر وي۔ ده ووئيل پاکستان تېره اونۍ د 1.4 ارب ډالر یورو بانډ ادائيګي كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان د بهرنيو ادائيګو او پورونو په وخت ادا كولو عزم لري۔ ده په دې موقعه په واشنګټن كښې د سعودي عربستان د خزانې وزير او نورو سره د ملاقاتونو ذكر هم وكړو۔ وفاقي وزير په پرله پسې مرسته او ملاتړ د سعودي عربستان د مشرتابه او د خزانې وزير د زړه له كومي مننه وكړه۔ ده د مرستې ياد شوي پېكج ته حتمي شكل وركولو له د روانو هڅو ستائنه وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير زياته كړه چې پاكستان په پراخه بهرنۍ مالي تګلاره هم پشرفت كوي په كومه كښې چې په دې وروستيو كښې اعلان كړے شوے ګلوبل مېډیم ټرم نوټ پروګرام او وړاندې څخه د پانډا باند جاري كولو منصوبه هم شامله ده دغسې چې د مالي وسائلو سرچينې متنوع كړې شي او نړيوالو مالياتي منډيانو ته لاس رسنه مضبوطه شي۔










