اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د كال 2026 د پوليو مخنيوي دويم قامي كمپائن په ګرد هېواد كښې په درېمه ورځ هم دوامدار پاتي شو۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر (اېن ای او سی) له مخې د كمپائن په مهال څلور نيمه لكه څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكې او د وټامن اے اضافي خوراك وركولې شي دغسې چې د دوي مجموعي صحت لا ښه شي۔ دا كمپائن …
د پوليو مخنيوي كمپائن په دريمه ورځ هم روان ؤ ٬ د كروړونو په شمير كوچنيانو له د پوليو مخ نيوي څاڅكې وركړے شول: اين اي او سي

مزید خبریں
اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د كال 2026 د پوليو مخنيوي دويم قامي كمپائن په ګرد هېواد كښې په درېمه ورځ هم دوامدار پاتي شو۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر (اېن ای او سی) له مخې د كمپائن په مهال څلور نيمه لكه څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكې او د وټامن اے اضافي خوراك وركولې شي دغسې چې د دوي مجموعي صحت لا ښه شي۔ دا كمپائن په پاكستان او افغانستان كښې په يو وخت روان دے۔ د اېن اي او سي له مخې د كمپائن اولنيو دوو ورځو په مهال په ګرد هېواد كښې دوه كروړه 70 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو څاڅكي وركړې شوي۔ د شمېرو له مخې په پنجاب كښې يو كروړ 42 لکه ، سندھ كښې 60 لکه 35 زره ، خېبر پښتونخوا كښې 43 لکه 23 زره ، بلوچستان كښې 14 لکه 25 زره څخه زياتو او په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې نزدې 2 لکه 83 زره، ګلګت بلتستان كښې يو لك 88 زره څخه زياتو او آزاد جمو و کشمیر كښې نزدې 4 لکه 75 زره كوچنيانو له څاڅكي وركړې شوي۔ د چارواكو له مخې د پوليو مخنيوي كمپائن به تر 19 اپرېل ګرد هېواد كښې دوام لري۔ اېن اي او سی مور او پلار ته غږ كړے چې هغوي پوليو وركرز لپاره خپل ورونه بېرته اوساتي او خپلو كوچنيانو ته څاڅكي ضرور وركړي۔ په دې اړه نور معلومات او لارښودنه په 1166 كال كولو یا په 03467776546 واټس اېپ پېغام لېږلو ترلاسه كېدې شي۔










