وزيراعظم د اپريل 15 مې څخه تر 18مې نيټې د سعودي ٬ قطر او تركيه سركاري دوره كوي

اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف 15 څخه تر 18 اپريل د سعودي عربستان ٬ قطر او تركيه سركاري دوره كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د سعودي عربستان او قطر دوره په دوه اړخيزه تناظر كښې كيږي چرته به چې وزيراعظم د سعودي عربستان او قطر مشرتابه سره ملاقاتونه او روانې همكارۍ سره سره منطقه كښې امن او سلامتيا سره په اړوندو چارو …

اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف 15 څخه تر 18 اپريل د سعودي عربستان ٬ قطر او تركيه سركاري دوره كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د سعودي عربستان او قطر دوره په دوه اړخيزه تناظر كښې كيږي چرته به چې وزيراعظم د سعودي عربستان او قطر مشرتابه سره ملاقاتونه او روانې همكارۍ سره سره منطقه كښې امن او سلامتيا سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیرِاعظم به د تركيه دوره هم كوي چرته به چې هغه په 5 م ډپلومېسي فورم كښې ګډون كوي۔ د فورم په مهال به وزيراعظم نورو نړيوالو لارښودو سره په لیډرز پېنل كښې ګډون كوي او د مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو په اړه به د پاكستان دريځ وړاندې كړي۔ د فورم په موقع د وزيراعظم يو شمېر دوه اړخيزه ملاقاتونه هم امكان لري په كومو كښې چې صدر رجب طيب اردوان سره ملاقات هم شامل دے۔ دغسې وزيراعظم به نورو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي۔ په دې فورم كښې د پاكستان ګډون د رغنده سفارتكارۍ ٬ ګڼ اړخيزه همكارۍ او نړيوالې ورورولۍ سره په مهمو نړيوالو چارو د بامعني تړون عزم عكاسي كوي۔ وزیرِاعظم سره تلونكي پلاوي كښې نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او نور اعلی چارواكي هم شامل دي۔