اټک ، حكومت مذهبی سيلګرۍ ته د ودې وركولو عزم لري: د مذهبي چارو وفاقي وزير

اټک۔ 14اپرېل (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي چې حكومت په ګرد هېواد كښی سېلګرۍ ته وده وركولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ هغه دا خبره په حسن ابدال كښې ګوردوارہ پنجه صاحب كښې د بېساكھۍ دستورو په مهال بھوګ دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د زائرينو سهولت او د مذهبي ځايونو بهترۍ لپاره په بېلو منصوبو كار …

اټک۔ 14اپرېل (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي چې حكومت په ګرد هېواد كښی سېلګرۍ ته وده وركولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ هغه دا خبره په حسن ابدال كښې ګوردوارہ پنجه صاحب كښې د بېساكھۍ دستورو په مهال بھوګ دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د زائرينو سهولت او د مذهبي ځايونو بهترۍ لپاره په بېلو منصوبو كار روان دے۔ ده ووئيل په پنجاب كښې به 40 څخه زياتې ګوردوارې بحالولو سره يو وارې بيا عبادت لپاره پرانستلې شي۔ ده هندي حكومت څخه غوښتنه وكړه چې سکھ یاتریانو ته دې د کرتارپور کورېډور د لارې د تګ راتګ اجازه وركړې شي۔ د حج انتظاماتو په اړه هغه ووئيل چې د راروان حج سيزن ټولې تياريانې بشپړ كړې شوي دي او هيله ده چې پاكستاني عازمين به سږ كال زياتو سهولتونو سره د حج فرض ترسره كړې شي