ملګري ملتونه 14 اپریل (اے پي پي)پاكستان لبنان كښې د اسرائيلي بريدونو سختې غندنې كولو سره تاؤ تريخوالي كښې سمدستي كمے او ځپليو سيمو ته د بشري مرستې د رسنې غوښتنه كړې ده ۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون لبنان كښې په موجوده بشري صورتحال د او آئي سي سفيرانو په كچه په غونډه كښې وكړه۔پاكستاني استازي ووئيل لبنان كښې په روانو اسرائيلي …
پاكستان په لبنان كښې د اسرائيلي جارحيت غندنه وكړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 14 اپریل (اے پي پي)پاكستان لبنان كښې د اسرائيلي بريدونو سختې غندنې كولو سره تاؤ تريخوالي كښې سمدستي كمے او ځپليو سيمو ته د بشري مرستې د رسنې غوښتنه كړې ده ۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون لبنان كښې په موجوده بشري صورتحال د او آئي سي سفيرانو په كچه په غونډه كښې وكړه۔پاكستاني استازي ووئيل لبنان كښې په روانو اسرائيلي بريدونو كښې بې كوره شوو په لاكهونو وګړو صورتحال د هرې تيرېدونكې ورځې سره لا خرابېږي۔د ملګرو ملتونو له مخې په لبنان كښې د سختې اسرائيلي بمبارۍ په نتيجه كښې 2000 څخه زيات كسان شهيدان او 6500 څخه زيات ژوبل شوي او نزدې 12 لكه كسان بې كوره شوي دي ٬ دغسې د روغتيا نظام د تباهۍ خلې ته رسېدلے ۔پاكستاني استازي د لبنان خپلواكۍ٬اتحاد او سيمه ايزې سلامتيا د بشپړ ملاتړ پخلې كولو سره اسرائيلي پوځي كاروائيو سخته غندنه وكړه۔ده ووئيل د ښاريز انفراسټركچر په لويه پېمانه تباهي د نړيوال بشري قوانين ښكاره خلاف ورزۍ په سمدستي توګه بندول پكار دي۔ده ووئيل پاكستان په لبنان كښې د ملګرو ملتونو په عبوري فورس(يو اين آئي ايف آئي ايل) د سرائيلي بريدونو هم سخته غندنه كوي چې پكښې د امن عسكر ژوبل شوي۔پاكستاني استازي ځپليو سيمو كښې سمدستي د بشري مرستې په وركولو زور راوړولو سره ووئېل په دې نازك پړاؤ كښې تاؤ تريخوالي كښې كمے٬ د تحمل څرګندونه او سفارتي روابط بيا د سره بحالول ضرورې دي ٬ دغسې چې د سيمه ايز امنيتي صورتحال د نور خرابېدو مخه ونيولې شي۔ده ووئيل تل پاتې امن او استحكام يوازې د پرله پسې سياسي مكالمې او د نړيوال قوانين احترام د لارې ممكن دے۔










