چارسده 14 اپریل (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي پاكستان نه يوازې په منطقه كښې د امن ودې لپاره هڅې كوي بلكې د امريكې او ايران ترمينځه مهم سفارتي عمل كښې هم مثبت كردار ادا كوي٬زمونږ پوځ او قام د هر چېلنج مقابلې كولو بشپړ صلاحيت لري٬٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې د ليپ …
پاكستان منطقه كښې د امن ودې لپاره هڅې كوي۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام

مزید خبریں
چارسده 14 اپریل (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي پاكستان نه يوازې په منطقه كښې د امن ودې لپاره هڅې كوي بلكې د امريكې او ايران ترمينځه مهم سفارتي عمل كښې هم مثبت كردار ادا كوي٬زمونږ پوځ او قام د هر چېلنج مقابلې كولو بشپړ صلاحيت لري٬٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې د ليپ ټاپ اسكيم په ټول هېواد كښې بې پرې روان دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ باچا خان يونيورسټي چارسده كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې زده كوونكو له د ليپ ټاپ وركولو دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خطاب كښې وكړه ۔انجينئر امير مقام ووئيل نن د باچا خان يونيورسټۍ په دې دستوره كښې ستاسو ټولو ترمينځه په موجودګۍ ډېره خوشحالي محسوسيوم۔دا دستوره په حقيقت كښې د پاكستان روښانه سباؤن عكاسي كوي ځكه چې نن مونږ خپلو زده كوونكو باندې ليپ ټاپ وېشو ككوم چې د خپل محنت او قابليت له امله د دې اعزاز مستحق ګرځېدلې۔وفاقي وزير ووئيل دا عظيم اقدام د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن عكاس دے چا چې ځوانان خپلواكه جوړولو٬په نوې ټېكنالوجۍ سنګارولو او د تعليم په ميدان كښې مخ په وړاندې بوتللو لپاره دا انقلابي ګام پورته كړے ۔د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې ليپ ټاپ اسكيم وركره په ټول هېواد كښې بلا امتياز روانه ده چې پكښې څلور واړه صوبې٬وفاقي پايه تخت اسلام آباد٬ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير شامل دې او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا سكيم په بشپړه توګه د ميرټ په بنياد دے۔ده ووئيل د فيلډ مارشل سيد عاصم منير غېر معمولي قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې د دښمن عزائم ناكامه كړل او قام ته يو نوېےطاقت وركړو ٬ ده ووئېل آپريشن بنيان مرصوص كښې كاميابۍ په ټول قام كښې يو نوې جذبه او حوصله راپیدا كړی٬دا ګټه د دې خبرې ثبوت دے چې زمونږ پوځ او قام د هر چېلنج مقابلې كولو لپاره بشپړ صلاحيت لري۔وفاقي وزير ووئيل دا وخت دے چې تاسو دا قامي جذبه د خپل ژوند برخه وګرځوې ٬محنت وكړۍ٬علم ترلاسه كړئ او د پاكستان نامه په ټوله نړۍ كښې روښانه كړۍ۔تاسو د دې هېواد سباون يي او تاسو به دا د پرمختګ تر لوړو كچوې ته رسوۍ۔وفاقي وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د چيئرمېن رانا مشهود احمد خان او د پروګرام سره تعلق لرونكو د ټولو كسانو او ټولو زده كونوكو له مباركي وركړه۔










