اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د پنجاب روایتی، كلتوري او د سكھ ورورولۍ د مذهبي اختر بېساكھي په موقع په پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته سكه ورورولۍ او د دې ورځ لمانځونكو ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا اختر د محنت ميوې په ترلاسه كيدو عاجزۍ سره د شكر ادا كولو پيغام وركوي۔ سبا د نهې په ورځ د بېساكھۍ …
بيساكھي اختر د محنت ميوې په ترلاسه كيدو عاجزۍ سره د شكر ادا كولو پيغام وركوي: د وزيراعظم شهباز شريف د سکھ ورورولۍ مذهبي اختر بيساكھۍ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د پنجاب روایتی، كلتوري او د سكھ ورورولۍ د مذهبي اختر بېساكھي په موقع په پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته سكه ورورولۍ او د دې ورځ لمانځونكو ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا اختر د محنت ميوې په ترلاسه كيدو عاجزۍ سره د شكر ادا كولو پيغام وركوي۔ سبا د نهې په ورځ د بېساكھۍ مناسبت سره خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې په روايتي او كلتوري كچه د كرونده ګرو له سختې خوارۍ وروستو د فصل په رارسېدو او كټ كولو لپاره د تيارېدو په خوشحالۍ كښې په ګرد پنجاب كښې سکھ ورورولي د بېساكھۍ مېلو اهتمام كوي۔ ده ووئيل دا اختر د انسانيت د مثبت جهت او خوارۍ څخه وروستو د مېوې په ترلاسه كېدو د خوشحالۍ څرګندونه ده۔ وزيراعظم ووئيل ګردې نړۍ څخه سكھ ياتريان د پاكستان ګردوارہ پنجه صاحب (حسن ابدال) او جنم استھان (ننکانه صاحب) كښې د بېساكھي دستورو كښې ګډون لپاره راځي۔حكومت دوئي ته هركلې وايي۔ د اختر په ورځو كښې په مذهبي ځايونو دوئي ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولو له انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د بېلو مذهبونو مذهبي مېلو او اخترونو ته د احترام په نظر كتل بېن المذاهب هم آهنګۍ ته وده وركوي۔ وزیر اعظم ووئيل اسلامي تعليمات او د پاكستان آئين له كوم رنګ او مذهب پرته د ټولو وګړو د مساوي حقونو د تحفظ او مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي٬ د اقلیتی ورورولو د بنيادي انساني ٬ مذهبي او شهري حقونو تحفظ د رياست په ذمه وارو كښې شامل دے۔ ده ووئيل راځۍ چې د خوشحالۍ په دې موقع نړيوال امن ٬ استحكام او د انسانيت ښېګړې له خصوصي دعا وكړو۔ تاسو ټولو ته دې د بېساكھۍ خوشحالۍ مباركه وي۔










