اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د ترهګرۍ جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ به هېڅكله ضائع نه ځي او د هېواد په امنيتي وضعې به كومه سودا ونه كرې شي ۔ په اېكس خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د قام اتلانو ته سلام كښې ووئيل د پاكستان پرمختګ او استحكام د حكومت تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ هغه …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هيواد كښې د روانې امنيتي وضعې په اړه مهم پيغام٬ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د ترهګرۍ جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ به هېڅكله ضائع نه ځي او د هېواد په امنيتي وضعې به كومه سودا ونه كرې شي ۔ په اېكس خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د قام اتلانو ته سلام كښې ووئيل د پاكستان پرمختګ او استحكام د حكومت تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ هغه د دې عزم پخلے وكړو چې د رياست عملداري به په هر صورت برقرار ساتلې شي او د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كول زمونږ بنيادي ذمه واري ده۔ محسن نقوی ووئيل شرخوښو عناصرو ته د هېواد امن له مينځه وړولو اجازه كله هم ورنه كړې شي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان سباؤن يوازې امن او د قانون سرلوړۍ سره تړلے دے










