اسلام آباد۔13اپریل (اے پي پي)صدرِ مملکت آصف علي زرداري د هنګري په پارلیماني ټاكنو كښې په بريا پر پټرماجار له مباركي وركړې ده ۔د كل په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بيان تر مخه صدرِ مملکت پیټر ماجار لپاره د نیکو هيلو څرګندونې سره ووئېل د دوي په مشرتابه كښې به هنګري لا پرمختګ وكړي او پاکستان او د هنګري ارېكې به نورې مضبوطې شي ۔صدر مملکت …
صدر مملکت آصف علي زرداري د هنګري پارلیماني ټاكنو كښې په بريا پرپیټرماجار ته مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اپریل (اے پي پي)صدرِ مملکت آصف علي زرداري د هنګري په پارلیماني ټاكنو كښې په بريا پر پټرماجار له مباركي وركړې ده ۔د كل په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بيان تر مخه صدرِ مملکت پیټر ماجار لپاره د نیکو هيلو څرګندونې سره ووئېل د دوي په مشرتابه كښې به هنګري لا پرمختګ وكړي او پاکستان او د هنګري ارېكې به نورې مضبوطې شي ۔صدر مملکت ووئېل زمونږ لپاره دا خبره خاص د اهمیت وړ ده چې د هنګري ټاكنو كښې ځوانانو مهم کردار ادا کړو۔ ده ووئېل مونږ هيله لرو چې پاکستان جرته چې د ودانۍ اکثریت په ځوانانو مشتمل دے ، ځوانان به هم په دې جذبه د هېواد د سباون زمه وارۍ تر سره كوي۔صدر مملکت آصف علي زرداري ووئېل هيله ده په سباون كښې به د پاکستان او هنګري اړېكې د شرېكې خوښې په څانګو كښې لا وده ومومي ۔










