اسلام آباد۔13اپریل(اے پي پي)د یهودو هنود په جوړه جاړه مودي سرکار د سختو ټكونو سره مخ دے او پاکستان منطقه كښې د بحران حل كښې په زړه پورې کردار ادا کولو كښې تر هر چا وړاندې روان دے۔ په مينځني ختيز كښې د امن لپاره د پاکستان د رغنده کردار په نړيواله كچه اعتراف کېږي او د دومخيزه پالیسیو له امله هند د سختې يرې سره مخ دے ۔د امریکې …
پاکستان منطقه كښې د بحران حل كولو په لړ كښې کلیدي کردار ادا کولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي ، د یهودو هنود په جوړه جاړه په مودي سرکار سخت ټكونه كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔13اپریل(اے پي پي)د یهودو هنود په جوړه جاړه مودي سرکار د سختو ټكونو سره مخ دے او پاکستان منطقه كښې د بحران حل كښې په زړه پورې کردار ادا کولو كښې تر هر چا وړاندې روان دے۔ په مينځني ختيز كښې د امن لپاره د پاکستان د رغنده کردار په نړيواله كچه اعتراف کېږي او د دومخيزه پالیسیو له امله هند د سختې يرې سره مخ دے ۔د امریکې جریدہ دي نیشنل انټرسٹ تر مخه د ایران اسرائیل په جنګ خاموشي اختیارولو له امله مودي سرکار د هېواد دننه د شدید تنقید سره مخ دے ،پاکستان د اسرائیل سره د تاو تريخوالي باوجود د دې بحران په حل كښې د يو کلیدي فریق په توګه کردار ادا کوي ، د پاکستان سفارتي هلو ځلو په نتیجه كښې په لويه پیمانه د لمبو كونكې جنګ خطر لرې شوے دے ،دي نیشنل انټرسٹ تر مخه د پاکستان د ثالث په توګه کردار باندې د هند اپوزیشن قیادت د اړخه د سخت غبرګون او خشم څرګندونه وكړې شوه ۔ د کانګریس لیډر ششي تھرور اعتراف وكړو چې پاکستان په سفارتي توګه د هند څڅه ډېره ښه کارکردګي ښائي ،د بي جے پي مرستياله انتها پسندو د اسرائیل د مقبولیت لويه وجه د هغوي مبینه اسلام دښمنه تشخص دے ۔ د پوهانو تر مخه د هند هندو انتها پسندو د اسرائیل مرسته د اسلام په مخالف نظریاتي مماثلت اډاڼه ده ، كومې چې هند په نړۍ كښې يوازے كړے دے ،پاکستان غوره سفارتکارۍ او کامیابې ملټري ډپلومیسي له امله نړۍ كښې د يو باوري او وقار لرونكې طاقت په حېث رامخې ته شوے دے ۔










