اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری د ټول هېواد كورنيو او ورورولو ته اپیل وكړو چې د 13 اپرېل څخه پېل كيدونكي پولیو مخنيوي كمپائن كښې بشپړه مرسته وكړي او دا باوري كړي چې هر يو ماشوم د دې رنز څخه محفوظ پاتي شي۔د اتوار په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دې ووئيل د …
د 13 اپرېل څخه پېل كيدونكي پولیو مخنيوي ویکسینېشن كمپائن كښې بشپړه مرسته وكړئ۔آصفه بھټو زرداری

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری د ټول هېواد كورنيو او ورورولو ته اپیل وكړو چې د 13 اپرېل څخه پېل كيدونكي پولیو مخنيوي كمپائن كښې بشپړه مرسته وكړي او دا باوري كړي چې هر يو ماشوم د دې رنز څخه محفوظ پاتي شي۔د اتوار په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دې ووئيل د دې كمپائن مقصد د 5 كلونو څخه كم عمره 4 کروړه 50 لکهه څخه زياتو ماشومانو له د پوليو څاڅكي وركول دي كوم چې د پولیو ختمولو قومي هڅو برخه ده۔بی بی آصفه بھټو زرداری ووئيل پاکستان د دې وائرس په ضد جنګ كښې په يو مهم پړاؤ ولاړ دے۔د كلونو پرله پسې هڅو نه پس د هېواد څخه د پوليو ختمولو ته نزدې يو او اوس راروان پړاؤ زيات مهم دے،هر يو بچي ته رسيدل ضروري دي۔د 13 نه تر 19 اپرېل فرنټ لائن هیلتھ ورکرز به كور په كور ماشومانو له د پوليو مخنيوي ویکسین وركوي،چې پكښې به د ښارونو سره سره لري پرتو سيمو احاطه هم كولې شي۔د پولیو څاڅكو سره سره ماشومانو له به وټامن اے هم وركولې شي دغسې چې د هغوي قوتِ مدافعت او صحت مند نشوونما كښې مرسته وشي۔وړومبۍ ميرمن د پیش رفت ذکر کولو سره ووئيل 2025 كښې په ټول هېواد كښې د پولیو 31 کیسونه رپورټ شوي ؤ،دغسې كال 2026 كښې تر اوسه يو کیس رامخې ته شوې۔










