د سېنېټ چیئرمېن یوسف رضا ګیلانی د میاں ریاض احمد د دريمې په دعا كښې ګډون وكړو٬ د غمجني كورنۍ سره ئې غمرازي او لاس نيوه وكړه

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د میاں کاشف ریاض د پلار چیئرمين سن رائز ټیکسټائل انډسټریز ارواښاد میاں ریاض احمد د دريمي په دعا كښې ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ جاري شوې پرېس ریلیز له مخې ده د ارواښاد لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه او هغوي سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔په دې موقع د صوبائی …

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د میاں کاشف ریاض د پلار چیئرمين سن رائز ټیکسټائل انډسټریز ارواښاد میاں ریاض احمد د دريمي په دعا كښې ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ جاري شوې پرېس ریلیز له مخې ده د ارواښاد لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه او هغوي سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔په دې موقع د صوبائی اسمبلۍ غړې معین الدین ریاض قریشی، د قومی اسمبلۍ پخواني غړې سید جاوید علی شاہ، د صوبائی اسمبلۍ پخوانې غړې حاجی شوکت حیات بوسن، د انکم ټیکس پخوانې چیف کمشنر میاں حامد رضا بودله، میاں فضل احمد شیخ، میاں کاشف ریاض، میاں رحمان نسیم، ملك نعیم خان، ډاکټر محمد حارث، ملك خانی اعوان، ملك اسرار احمد اعوان، شیخ محمد وسیم او میاں عامر نسیم پشمول نور كسان هم موجود وو۔د سېنېټ چیئرمېن د ارواښاد لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه۔