صدر مملکت رئیس غلام قادر مری ته لاړو،د ارواښاد حاجی غلام قادر مری په مړينه ئې لاس نيوه وكړه

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری ټنډو اله یار سره نزدې د رئیس غلام قادر مری كلي ته لاړو چرته چې هغه د پاکستان پیپلز پارټۍ سینئر لارښود حاجی غلام قادر مری په مړينه د هغه د كورنۍ سره لاس نيوه وكړه۔د اتوار په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر آصف علی زرداری د ارواښاد د …

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری ټنډو اله یار سره نزدې د رئیس غلام قادر مری كلي ته لاړو چرته چې هغه د پاکستان پیپلز پارټۍ سینئر لارښود حاجی غلام قادر مری په مړينه د هغه د كورنۍ سره لاس نيوه وكړه۔د اتوار په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر آصف علی زرداری د ارواښاد د وروڼو اسماعیل خان مری، کامبھو خان مری او دریا خان مری سره غمرازي ښكاره كولو سره فاتحه خوانی وكړه۔ صدرِ مملکت سره صوبائی وزيران حاجی علی حسن زرداری، سید ذوالفقار علی شاہ او نور اعلیٰ عهدیدار هم موجود وو۔په دې موقع مری ورولۍ مشران ډاکټر فتح محمد مری او سهیل تالپور هم موجود وو۔