اين ډي اېم اے بېلو سيمو كښې د باران الرټ جاري كړو،وګړو ته چمتو پاتي كيدو سپارښتنه

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اين ډي اېم اے) ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا، آزاد جموں و كشمير او پنجاب كښې د 12 اپرېل نه تر 17 اپرېل د بارانونو الرټ جاري كولو سره وګړو ته احتياطي تدابير اختيارولو، محتاط پاتي كيدو او متوقع موسم لپاره چمتو پاتي تاكيد كړې۔اين ډي اېم اے د اړخه ميډيا لپاره جاري شوې يو خصوصي پيغام كښې وئيلي شوې …

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اين ډي اېم اے) ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا، آزاد جموں و كشمير او پنجاب كښې د 12 اپرېل نه تر 17 اپرېل د بارانونو الرټ جاري كولو سره وګړو ته احتياطي تدابير اختيارولو، محتاط پاتي كيدو او متوقع موسم لپاره چمتو پاتي تاكيد كړې۔اين ډي اېم اے د اړخه ميډيا لپاره جاري شوې يو خصوصي پيغام كښې وئيلي شوې چې غريزو سيمو كښې په دې مهال د طوفان او ګلۍ سره سره د باران امكان دے په دې مهال به په سندھ او بلوچستان كښې ګرمي زياته وي۔د اسلام آباد پشمول د پنجاب ګڼو ښاروهنو پشمول مري، پينډۍ ، اټك، جهلم، چكوال، ګجرات، سيالكوټ، لاهور، ميانوالي او منډي بهاؤالدين كښې د 13 نه تر 17 اپرېل وخت په وخت د باران سلسله روانه وي۔خېبر پښتونخوا كښې چترال، دير، سوات، شانګله، كوهستان، مانسهره، ايبټ آباد او هري پور كښې د طوفان او پړق پړوق سره د باران امكان دے۔د دغي سيمو وګړو ته محتاط پاتي كيدو سپارښتنه شوي۔ صوابۍ، چارسده، مردان، نوښار ، كوهاټ، كرك، بنوں او ډي آئي خان كښې د سيلۍ او ګلۍ سره د باران امكان دے۔