اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان او بهر څخه راغلو خبريالانو د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا په جناح كنونشن سنټر كښې د جوړ كړې شوې جديد ميډيا فسيليټيشن سينټر ستاېنې كولو سره دا سنټر د نړيوال معيار وړ وګرځولو ٬ دا مركز د امريكې او ايران ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره د لوړې كچې د روانو خبرو په موقع جوړ كړے شوے چرته چې ميډيا نمائندګانو لپاره …
د امريکې-ايران خبرو اترو په مهال د اطلاعات وزارت لخوا د جوړ كړې شوي ميډيا سنټر د خبريالانو لخوا په زړه پورې ستائنه وشوه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان او بهر څخه راغلو خبريالانو د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا په جناح كنونشن سنټر كښې د جوړ كړې شوې جديد ميډيا فسيليټيشن سينټر ستاېنې كولو سره دا سنټر د نړيوال معيار وړ وګرځولو ٬ دا مركز د امريكې او ايران ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره د لوړې كچې د روانو خبرو په موقع جوړ كړے شوے چرته چې ميډيا نمائندګانو لپاره جامع او موثره سهولتونه وركړې شوي۔ د خالي په ورځ د خبريالانو او چارواكو له مخې دا مركز نه يوازې وظيفائي تقاصو سره سمون خوري بلكې د حساس نوعيت سفارتي خبرو په مهال د معلوماتوترسيل منظم او موثره جوړولو كښې هم مهم كردار لوبوي٬ ګډون كوٶنكو په دې خبره زور رواړو چې دا ډول نړيوالو خبرو په مهال ميډيا لپاره سازګار ماحول وركول د اهميت وړ وي كوم چې د پاكستان حكومت په ښه ډول باوري كړے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري اشفاق احمد خليل ووئيل دا مركز د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ په امر په هنګامي بنيادونو جوړ كړے شوے۔ ده ووېيل دا د يو جامع لائحې له مخئ د ميډيا نمائندګانو ته هر ډول ممكنه سهولت وركوي چې پكښې شټل سروس، ورك اسپيس، تيز رفتاره انټرنيټ او تکنيکي معاونت شامل دے۔ ده ووئيل د مرکز جوړولو بنيادي مقصد د هېواد او غېر ملكي ميډيا ته يو داسې ماحول وركول دي چرته چې دوي د كوم تعطل نه غېر خپلې وظيفائي ذمه وارۍ ترسره كولې شي۔ ده زياته كړه چې د خبريالانو لخوا تر لاسه شوے فيډ بېك ډېر مثبت دے كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې ټول انتظامات په كاميابۍ سره تر سره شوي۔ دفاعي تجزيه کارې ماريه سلطان دا اقدام يو مهمه كاميابي ګرځولو سره ووئيل په مركز كښې ميډيا٬ دفاعي پوهان او نورو اړوندو شراكتدارو لپاره يو جامع او سېپځلے ماحول وركړے شوے۔ دې ووئيل دا ماحول د نړيوالو مشرانو د غونډې په څېر محسوسېږي چرته چې هر څيز په منظم او كوټلې ډول موجود دے۔ دې په دې خبره هم زور راوړو چې د حساس خبرو په مهال د معلومات جريان په محتاط انداز سنبهالول ډېر ضروري دے او دې مركز دا ذمه وارۍ په ښه ډول پاللې٬ غېر ملكي خبريالانو هم د دې مركز د انتظامات ستائنه وكړه۔ د ترکيه خبريال دنيز کليسلي اوغلو ووئيل دا زما د پاكستان وړومبۍ دوره ده او د دې ځائي تجربه ډېر په زړه پورې ده۔ هغه مركز منظم ګرځولو سره ووئيل دلته سټوډيوز، ورك سپيسز او پريس بريفنګ هالز په څېر سهولتونه شته٬ كوم چې وظيفائي ضرورتونه په بشپړه توګه ترسره كوي۔ د پاکستان سينئر خبريالې غريدہ فاروقي ووئيل د دې مهمو نړيوالو خبرو اترو كوربتوب خپله د پاكستان د مثبت تشخص عكاسي كوي۔ دې ووئيل د ميډيا فسيليټيشن سينټر ډيزائننګ، فعاليت او سهولتونه د نړيوال معيار له مخې دي چرته چې تيز رفتار انټرنيټ، معلوماتوته په وخت رسنه او مناسب ورك سپېس په څېر عناصر موثره كورېج لپاره ډېر مهم دي۔ سينئر خبريال شهباز رانا ووئيل دا ډول انتظامات په نړيواله كچه د پاكستان په زړه پورې تاثر رامخې ته كولو كښې مرستياله ثابتېدے شي٬ په خاص توګه كله چې غېر ملكي د ميديا ادارې د ستونزو نه غېر خپله وظيفه ترسره كولې شي۔ په نورو خبريالونو كښې حسن ايوب او عامر الياس رانا هم د ډيجيټل انفراسټرکچر، ټرانسپورټ سهولتونو او د تکنيکي معاونت ستائنې كولو سره ووئيل دې عواملو د رپورټنګ عمل ډېر موثره كړے دے۔ ګډون كوٶنكو په مجموعي توګه ووېيل په سمدستي توګه د پرېس ريليز موجودګي ٬ جديد ټيکنالوجي، وظيفائي ماحول او موثره انتظاماتود ميډيا کوريج په آسانولو كښې كليدي كردار لوبولے۔ دوي دا اقدام د پاكستان د صلاحيتونو څرګندونه ګرځولو سره ووئيل پاكستان د پېچلې او حساس نوعيت نړيوالو هلو ځلو كوربتوب ډېر په كاميابۍ او سپېځلتيا سره كولې شي










