پاکستان يو ځل بيا د نړيوالي سفارتکارۍ مهم مرکز په توګه رامخې ته شوې۔محمد حنیف عباسی

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسی قومی قیادت ته په ښه سفارتی کامیابیو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاکستان يو ځل بيا د نړيوالي سفارتکارۍ مهم مرکز په توګه رامخې ته شوې۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د امریکې او ایران ترمينځه روانو رابطو كښې پاکستان تعمیری او فعاله کردار ترسره ګرې او د هغې د متوازن …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسی قومی قیادت ته په ښه سفارتی کامیابیو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي پاکستان يو ځل بيا د نړيوالي سفارتکارۍ مهم مرکز په توګه رامخې ته شوې۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د امریکې او ایران ترمينځه روانو رابطو كښې پاکستان تعمیری او فعاله کردار ترسره ګرې او د هغې د متوازن او ښه پالیسۍ سره منطقه كښې تاؤ ترېښوالي كميدو كښې مرسته شوي۔ده ووئيل نړۍ دا مهال د پاكستان پلو ګوري او اسلام آباد د نړيوال امن مذاکراتو مركز جوړيږي۔وفاقی وزیر ووئيل پاکستان خپل ځان د يو باور وړ او مؤثره پل توګه منلې كوم چې منطقه كښې امن،استحکام او مکالمې له وده وركوي۔ده د وزیراعظم شهباز شریف بصیرت لرونكې قیادت ستائلو سره ووئيل دې سره د پاکستان نړيوال وقار دنګ شوې او هېواد ته غير غیر معمولی نړيوال باور ترلاسه شوې۔ده د فیلډ مارشل سید عاصم منیر حکمت عملی هم وستائله،چې ورسره قومی سلامتی لا مستحکم شوي او سيمه ايز استحکام ته وده ترلاسه شوي۔دغسې د نائب وزیراعظم اسحاق ډار مؤثره سفارتکاری ستائلو سره ده ووئيل هغه د پاکستان تشخص په نړيواله كچه قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كړې۔