د راروانو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زيارته سيمو كښې به موسم خشك ٬ په څه ځايونو د سيلۍ سره د باران امكان دے ، موسمیات محكمه

اسلام آباد 11اپرېل (اے پي پي)د 24 ساعتو په مهال د هېواد په زيارته سيمو كښې د موسم اوچ پاتي كېدو امکان دے خو په ګلګت بلتستان او د ماسپخين نه پس د کشمیر خوا و شا او په غرئيزو سيمو كشې د سيلۍ سره باران متوقع دے۔د موسمیات محكمې تر مخه د تېرو 24 ساعتو په مهال زياتره سيمو كښې موسم اوچ ؤ ۔ كوزه خیبر پښتونخوا، شمالي بلوچستان …

اسلام آباد 11اپرېل (اے پي پي)د 24 ساعتو په مهال د هېواد په زيارته سيمو كښې د موسم اوچ پاتي كېدو امکان دے خو په ګلګت بلتستان او د ماسپخين نه پس د کشمیر خوا و شا او په غرئيزو سيمو كشې د سيلۍ سره باران متوقع دے۔د موسمیات محكمې تر مخه د تېرو 24 ساعتو په مهال زياتره سيمو كښې موسم اوچ ؤ ۔ كوزه خیبر پښتونخوا، شمالي بلوچستان ،جنوبي او مينځني پنجاب او کشمیر كښې په څه ځايونو د سيلۍ سره باران شوے تر ټولو زيات باران خیبرپښتونخوا: ډي آئي خان (ښار كښې 18 او هوائي مېدان كښې 09)، پاړاچنار 02، بلوچستان: ژوب 18، پنجاب: کرور (لیه ) 17، بھکر 07، حافظ آباد 06، فیصل آباد او جھنګ كښې 04، ګوجرانواله 02، نور پور تھل، میانوالي ، کوټ ادو 01،او کشمیر: راولاکوټ كښې 09 ملي میټر بارران ریکارډ کړےشو ۔د خالي په ورځ ریکارډ كړے شوے تر ټولو زیات درجه حرارت : چھور ، مټھي 40،شهيید بینظیر آباد، او ټھټھه كښې 39 ډگري سینټي ګریډ ریکارډ كړے شو۔