اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د اسلام آباد خبرو اترو كښې د ايران د ګډون ستائنې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به منطقه او نړۍ كښې امن و استحکام لپاره تر معنیٰ لرونكې نتيجې رسيدو د يو ذمه وار ثالث په توګه خپل كردار روان ساتي۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان …
وزیرِاعظم شهباز شریف سره د ایران د مجلسِ شوریٰ سپیکر محمد باقر قالیباف په مشرۍ كښې د ايران پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د اسلام آباد خبرو اترو كښې د ايران د ګډون ستائنې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به منطقه او نړۍ كښې امن و استحکام لپاره تر معنیٰ لرونكې نتيجې رسيدو د يو ذمه وار ثالث په توګه خپل كردار روان ساتي۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ايران د مجلسِ شوریٰ سپیکر محمد باقر قالیباف په مشرۍ كښې د ايران پلاوي وليدل ٬ د اسلامی جمهوریه ایران خارجه وزير عباس عراقچی هم په پلاوي كښې شامل ؤ ۔وزیرِاعظم په اسلام آباد خبرو اترو كښې د ايران د ګډون ستائنې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به منطقه او نړۍ كښې امن و استحکام ترلاسه كولو لپاره تر معنیٰ لرونكي نتيجې رسيدو به د يو ذمه وار ثالث په توګه خپل كردار روان ساتي۔ملاقات كښې نائب وزیرِاعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د كورنيو چارو وزير سید محسن رضا نقوی هم موجود وو۔










