
اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د قامي همغږۍ او تعليمي معيار ودې له په يو ډول قامي نصاب جوړولو زور راوړلو سره د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقې وزارت ته سپارښتنه كړې چې د آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان پشمول د تولو صوبائي حكومتونو په مشاورت دې د قامي نصاب جوړولو كار ګړندے كړے شي۔اولس مشر د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د وفاقي تعليم او پېشه وره تربيې وزارت لخوا په نصاب د بيا نظر اچولو په اړه د غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې د تعليم دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان٬ مريم نواز شريف٬ د وزيراعظم مرستيال ډاكټر مصدق ملك او د قامي اسمبلۍ غړې مريم اورنګزېب ګډون وكړو۔اولس مشر ووئيل قامې نصاب جوړول ډېر ضروري دے ولې چې د يو قام په حېث زمونږ متفقه نصاب پكار دے۔ده په نصاب كښې د مذهبي روادارۍ ودې٬ د انتهاخوښۍ خاتمې سره سره قامي تشخص ته د پام لرنې كولو په حاجت ټينګار كولو سره ووئيل نصاب كښې ملي اتلان او د ھغوي قربانۍ هم رامخې كولو ته اړتيا ده۔په دې موقع انجينئر بليغ الرحمان اولس مشر ته بريفنګ كښې ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د قامي نصاب جوړولو حاجت محسوس شوے ٶ۔په دې لړ كښې ټولو صوبو په اتفاق اكتوبر كال 2014 كښې قامي نصاب كونسل جوړ كړو كوم چې د پرائمري نه تر دولسم ټولګي لپاره د هر مضمون په اړه قامي نصاب او معيار له كار كوي۔ده ووئيل د صوبائي وزيرانو 7مه غونډه راتلونكې مياشت كېدونكې ده۔ په دې موقع مريم نواز شريف ووئيل په قامي نصاب كښې د پارلمان٬ عدليې او انتظاميې پشان د ادارو كار او كردار هم شاملول پكار دې دغسې چې زده كوٶنكو كښې د دغي په اړه شعور بېدار كړے شي او جمهوريت او وفاق مضبوط شي۔