د جون په 30مه نېټھ د تېر مالي كال د ټېكس وصولۍ 3104 اربه روپو هدف ترلاسه كړی شوې

اسلام آباد 01 جولائي (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي اوسنې حكومت كښې د محصولات وصولي 60 فيصده زياته شوې ده ٬ د جون په 30مه نېټھ د تېر كال مالي كال ټېكس وصولولو 3104 اربه روپو هدف ترلاسه كړی شوې ٬ غېر ملكي زرمبادله پنګې هم 23 اربه ډالرو څخه زياتې شوې۔د جمعې په ورځ خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل په كال 2013 كښې د محصولات وصولي 1946 اربه روپۍ وه كله چې موجوده حكومت راغلو نو هغوي د ټېكس وصولولو زياتوالي لپاره ګامونه پورته كړه۔د 16-2015 لپاره 3104 ارب روپۍ هدف ټاكلې شوے ؤ۔د اېف بي آر او نورو اړوندو څانګو په ډېره خوارۍ د جون پھ 30مه نېټھ دا هدف تر سره كړې شو۔ده ووئيل د صوبو پرمختيائي بجټ هم 700 اربه روپۍ زيات شوې او د 1200 اربه روپو زياتوالي سره تر 1900 اربه روپو رسېدلې دے۔ده ووئيل د هېواد قرضونه نه دې زيات شوې۔ده ووئيل فرورۍ مياشت كال 2014 په مهال سټېټ بانك سره غېر ملكي زرمبادله پنګې 2 اربه 80 كروړه ډالره وې كوم چې د جون په 30مه نېټه كال 2016 كښې 18 اربه ډالرو څخه زياتې شوي دې ۔د كمرشل بانكونو سره دا مهال 4 اربه 90 كروړه ډالره پراته دي