انقره 01 جولائي (اے پی پی)تركيه كښې د سعودي سفير عادل مراد وئېلي دي د نهې په شپه د استنبول په اتاترك نړيوال هوائي ډګر ځانمرګي بريدونو كښې د سعودي 6 وګړي مړه او 27 ژوبل شوي او 5 لا تراوسه بې دركه دي۔د تركيې تر ټولو مصروف هوائي مېدان باندې درې ځانمرګي بريد كوونكو بريد كړې وو۔دوي وړومبې په هوائي اډه مسافرو ډزې كړی وې او بيا يې خپل ځان په چاودنه الوزلے وو۔سعودي سفير ووئيل په مړو شويو سعودي وګړيو كښې 4 مېرمنې او دوه سړي شامل دي۔پھ دغې كښې د څلور كسان د يوې كورنۍ دي۔ده ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه او وې وئېل سعودي عربستان د بې ګناه انسان ژوند په نښه كولو سخته غندنه كوي۔له بلې خوا د تركيې يو عهديدار وئېلي دې د استنبول په نړيواله هوائي اډه ځانمرګي بريدونو كښې د ايران او يو يوكرينې هم وژلې شوي دې