د خارجه سلاكار سرتاج عزيز او او د سېفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه

اسلام آباد ۔ 30 جون(اے پی پی) حکومت پرېكړه كړې چې پاكستان څخه د افغان كډوالو زر تر زره ستنېدل باوري كولو له به د فوري ګامونو پورته كولو په لړ كښې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې سره خبره كولې شي۔ دا پرېكړه د زيارت په ورځ د خارجه سلاكار سرتاج عزيز او د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ په مشرۍ كښې د اعلی كچې په غونډه كښې شوې۔ دا غونډه د وزيراعظم نواز شريف د جون 28مې نېټې احكاماتو په رڼا كښې شوې۔ كومو كښې چې د افغان كډوالو پاتې كېدو په موده كښې د 6 مياشتو پراختيا شوې۔ غونډه كشې د پاكستان د اوسنۍ دورې په مهال د ملكرو ملتونو د هائي كمشنر د هغه اعلان هركلې هم وكړې شو كوم كښې چې هغه د بېرته تلونكو مرسته د سړي سر 200 ډالر څخه زياتولو سره 400 ډالرو ته د رسولو وئيلي۔