اسلام آباد 30 جون (اے پی پی)د ترهه ګرو په ضد روانو ضرب عضب عملياتو كښې د ځپلې شويو باړه خېبر ايجنسۍ بې كوره شوي خپلو كورنو ته ستانه شوې دې او د ستنېدونكو خلقو دوهم پړاؤ بشپړ شوے دغسې 1 لك 20 زره 22 كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دې ۔بېرته تلونكو له 50 زره روپۍ د زونګ موبائل سم او 10 زره روپۍ د ټرانسپورټ په مد كښې وركړې شوي۔د فاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ چارواكو له مخې د ترهه ګرو په ضد روانو ضرب عضب عملياتو كښې ځپلې شويو د باړې بې كوره شوي تراوسه 1 لك 20 زره 22 كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې چې پكښې نادرا 71 زره 928 كورنۍ تصديق كړې۔40 زره 94 كورنۍ غېر رجسټرډ وې۔چارواكو له مخې بې كوره شويو كسانو ته د بېرته تګ په موقع 50 زره روپۍ مالي مرسته د زونګ سم د لارې وركړې شوي او د ټرانسپورټ په مد كښې 10 زره روپۍ هم وركړې شوي۔بېرته تلونكو ته د 6 مياشتو وړيا راشن٬خيمې هم وركړی شوي۔چارواكو له مخې د آئي ډي پيز 82 زره كوچنيانو له د پوليو مخ نيوي څاڅكي هم وركړې شوي او د 9 زره 559 كسانو معالجه هم شوی ده