پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې كومې هم اروپائي كمپنۍ له به په زړه پورې اسانۍ وركولې شي٬ د اقتصادي استحكام ترلاسه كېدو نه پس اوس پاكستان د پرمختګ په لورې روان شوے

د اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف سفير سره خبرې
اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دې پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې كومې هم اروپائي كمپنۍ له به په زړه پورې اسانۍ وركولې شي٬ د اقتصادي استحكام ترلاسه كېدو نه پس اوس پاكستان د پرمختګ په لور روان شوے۔ د زيارت په ورځ پاكستان كښې د اروپائې ائتلاف سفير سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان كښې لېبر خرڅٶنه د نورو هېوادونو په مقابل كښې د نش برابر دي چې له كبله ئې نړيوالې كمپنۍ نورو سيمو څخه خپل كاروبار پاكستان ته منتقل كوي۔د خزانې وزير په دې موقع سفير ته د حكومت لخوا د اقتصادي اصلاحاتو په اړه برېفنګ وركړو۔اسحق ډار ووئيل د پاكستان اقتصادي استحكام په نړيواله كچه منلے شوے ۔د اروپائي ائتلاف سفير د تېرو دوه نيمو كالو په مهال د پاكستان د اقتصادي كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ده ووئيل پاكستان او اروپا د معيشت په اړه په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې مرسته لري۔ده ووئيل د اروپا انوسټمنټ بانك به د ورسك بند بحالې او د خيال خوړ پاور منصوبو له مالي مرسته كوي۔دواړو مشرانو د پاكستانو څيزونو اروپائي هېوادونو ته د لېږلو په چارو هم خبرې وكړې۔