اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د سعودي عرب پايه تخت رياض ته لاړو۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سرکاري دورې په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د خزانې وزير سېنېټر اورنګزيب، د اطلاعات وزير …
وزيراعظم شهباز شريف د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه سعودي عربستان ته روان شو

مزید خبریں
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د سعودي عرب پايه تخت رياض ته لاړو۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سرکاري دورې په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د خزانې وزير سېنېټر اورنګزيب، د اطلاعات وزير عطاء تارړ، د ماحوليات وزير مصدق ملك او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره دي۔ وزيراعظم شهباز شريف به د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات كوي چې پكښې به د پاكستان او سعودي ترمېنځه د اړيكو د ټولو اړخونو تفصيلي جاج اخستلے شي٬ دواړه مشران به د سيمه ايز او نړيوال پېشرفت پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه كوي







