اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اړوند ادارو ته د سېلاب او باران ځپلو سيمو كښې د ځاني او مالي زيانونو٬ د فصلونو٬ د مواصلات ذريعو او د لائيو سټاك زيانونو په اړه د جامع او حقيقت پسندانه اندازې لګولو امر سره ووئېل د مكمل تخمينې نه وروستو به حكومت د بحالۍ كارونو جامع تګلاره مرتب كوي، په سيلاب ځپلو سيمو كښې دې د موزو فصلونو …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬ اړوند ادارو ته سېلاب څخه د شوو زيانونو جامع او د حقيقت پسندانه اندازې لګولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اړوند ادارو ته د سېلاب او باران ځپلو سيمو كښې د ځاني او مالي زيانونو٬ د فصلونو٬ د مواصلات ذريعو او د لائيو سټاك زيانونو په اړه د جامع او حقيقت پسندانه اندازې لګولو امر سره ووئېل د مكمل تخمينې نه وروستو به حكومت د بحالۍ كارونو جامع تګلاره مرتب كوي، په سيلاب ځپلو سيمو كښې دې د موزو فصلونو كرلو لپاره هم خاص اقدامات وكړے شي٬ ټول وزيران او اړوندې ادارې دې د سېلاب ځپليو سيمو او اولس بحالۍ په پرآٶ اوږه په اوږه موجود پاتي شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخِې د دې خيالاتو څرګندونه ده د سختو بارانونو او اوسني سېلاب له مخې په ګرد هېواد كښې د زيانونو ازالې لپاره د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق ملك، احسن اقبال،عطاء تارړ، احد خان چيمه، د صوبو چيف سيکرټريز، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرال انعام حيدر ملك او د نورو اړوند ادارو چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د اېن ډي اېم اے چيئرمېن پشمول د اړوندو دارو لخوا په سېلابي صورتحال كښې تر اوسه په شوو تعمير او بحالۍ كارونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د ګني٬ پومبې او وريژو د فصلونو د زيان اندازه لګولو كار پېل شوے دے او په راتلونكو لسو پنځلسو ورځو كښې به د اوبه كچه كمېدو سره دا كار بشپړ شي۔ وزيراعظم شهباز شريف اړوند ادارو ته د سېلاب او باران ځپلو سيمو كښې د ځاني او مالي زيانونو٬ د فصلونو٬ د مواصلات ذريعو او د لائيو سټاك شوو زيانونو په ړه د جامع او حقيقت پسندانه اندازې لګولو امر وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د دې مكمل تخمينې نه وروستو به حكومت د بحالۍ كارونو له جامع لائحه مرتب كوي دغسې چې په موثره ډول په ځپلو سيمو كښې د اولس د بحالۍ كار وكړے شي، ده امر وكړو ټولې صوبې او اړوند ادارې دې په هېواد كښې د سېلابي صورتحال او د اوسنو بارانونو له مخې د زيان تفصيلي اندازه ولګوئ دغسې چې بحالي لپاره واضحه او موثره لائحه خپله كړې شي٬ وزيراعظم ووئيل د ټولو اعلٰې وزيرانو د بارانونو او سېلاب له مخئ د صورتحال په وخت او موثره حل لپاره بشپړ اقدامات كړي كوم چې د ستائنې وړ دي،وفاقي او بين الصوبائي ادارې دې د زيانونو اندازې لګولو لپاره يو بل سره مرسته وكړي، د بارانونو او سېلاب څخه د شوي زيان جاج اغستو كښې دې ځاني او د مالي زيان نه علاوه د فصلونو او د څاروو د زيانونو شمېره هم وښودلې شي۔ وزيراعظم ووئيل سپارکو څخه دې په سيټلائټ اسيسمنټ كښې مرسته واخستلې شي، د سېلاب نه وروستو فصلونه د بېلا بېلو رنځونو نه ساتلو لپاره دې اقدامات وكړے شي٬ په سيلاب ځپلو سيمو كښې دې د موزو فصلونو كرلو لپاره هم خاص اقدامات وكړے شي٬ وزيراعظم ووئېل ټول وزيران او اړوندې ادارې دې د سېلاب ځپليو سيمو او اولس بحالۍ په پرآٶ اوږه په اوږه موجود پاتي شي، بايد ټولې وفاقي او صوبائي ادارې په شريكه او مرستې سره كار وكړي۔







