شنګھائی 16 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري شنګھائي كښې د چین نوموړي وېسټ مینجمنټ کمپنۍ اېس یو اېس انوائرمنټ ټیکنالوجۍ کمپنی لمیټډ چیف ایګزیکټو آفیسر او شريك بانی ژو شیاؤپنګ سره ملاقات کړے دے ۔په دې موقع وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداري ، د پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري ، سینیټر سلیم مانډوي والا، صوبائي وزيران شرجیل انعام میمن او سید ناصر حسین …
صدر آصف علي زرداري شنګھائي كښې د چین ماحولیاتي ټیکنالوجۍ کمپنۍ مشر سره ملاقات

مزید خبریں
شنګھائی 16 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري شنګھائي كښې د چین نوموړي وېسټ مینجمنټ کمپنۍ اېس یو اېس انوائرمنټ ټیکنالوجۍ کمپنی لمیټډ چیف ایګزیکټو آفیسر او شريك بانی ژو شیاؤپنګ سره ملاقات کړے دے ۔په دې موقع وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداري ، د پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري ، سینیټر سلیم مانډوي والا، صوبائي وزيران شرجیل انعام میمن او سید ناصر حسین شاه هم موجود وو۔ملاقات كښې په شهري خزله مینجمنټ، وېسټ ټو انرجي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري بیان له مخې صدر آصف زرداري د پاکستان او په خاص توګه سندھ كښې د خزلې جديد مینجمنټ نظام په حاجت زور راوړلو سره د مرستې امکانات هركلے وكړو۔ژو شیاؤپنګ دوي د اېس یو اېس انوائرمنټ ټریټمنټ تجربو څخه خبر كړو او پاکستان كښې سرمایه کارۍ كښې يې خوښي ولرله۔ملاقات كښې چین كښې د پاکستان سفیر هم موجود ؤ







