اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پشمول د 16 هېوادونو خارجه وزيرانو غزه ته د تلونكي ګلوبل صمود فلوټیلا په سکیورټي د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔پاکستان ، بنګله دېش ، برازیل ، کولمبیا ، انډونیزیا ، آئرلینډ ، لیبیا ، ملائیشا ، مالدیپ ، میکسیکو ،عمان ، قطر ، سلوینیا ، ساؤتھ فریقه،سپین او د ترکیه خارجه وزيرانو په خپل بیان كښې د ګلوبل صمود فلوټیلا په …
د پاکستان پشمول د 16 هېوادونو خارجه وزيرانو غزه ته د تلونكې ګلوبل صمود فلوټیلا په امنيت د اندېښنې څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پشمول د 16 هېوادونو خارجه وزيرانو غزه ته د تلونكي ګلوبل صمود فلوټیلا په سکیورټي د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔پاکستان ، بنګله دېش ، برازیل ، کولمبیا ، انډونیزیا ، آئرلینډ ، لیبیا ، ملائیشا ، مالدیپ ، میکسیکو ،عمان ، قطر ، سلوینیا ، ساؤتھ فریقه،سپین او د ترکیه خارجه وزيرانو په خپل بیان كښې د ګلوبل صمود فلوټیلا په سکیورټی د تشوېش څرګندونه كړې ده ۔په دې فلوټیلا كښې د يادو شوو هېوادونو وګړي شامل دي كومه چې د يو سول سوسائټۍ هڅه ده۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې ګلوبل صمود فلوټیلا د خپلو مقاصدو په توګه غزه له د انساني همدردۍ په بنیاد د مرستې رسولو او د فلسطینیانو ضروریات او غزه كښې د جنګ ختمولو لپاره د شعور بيدارولو هڅه ده۔بیان كښې وئيلي شوي امن، انساني همدردي ٬ مرسته كول او نړيوال قوانین او په خاص توګه د بشري همدردۍ قوانین احترام زمونږ شريك مقاصد دي۔خارجه وزيرانو زور راوړو چې د فلوټیلا په ضد دې د كوم هم غیر قانونی یا تشدد کارروائی څخه ډډه وكړې شي او د نړيوال قوانین او انسانی همدردۍ قوانین احترام دې وكرے شي۔بیان كښې واضحه شوې چې د فلوټیلا په ګډون كوونكو د بشري حقونو یا نړيوال قوانین د كومې هم خلاف ورزۍ پشمول د نړيوالو اوبو كښې په بيړيو بريد یا غیر قانوني حراست په صورت كښې به ذمه وارو له ځواب وركول وي







