اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي عسکري میدان كښې د ماتي خوړولو نه پس اوس هند د لوبو په ميدان كښې ناوړه چالونه استعمالوي، دا د هند د شرمندګۍ څخه بچ كيدو ناكامه هڅه ده،مونږ خپله عسکري بر لاسے ثابت کړے او د هند 6 الوتكي مو رانسكوره كړې دي ،مونږ د هندي جارحیت بشپړ ځواب وركړے ٬ …
په عسکری میدان كښې د ماتي خوړولو نه پس هند اوس د لوبو په ميدان كښې ناوړه هڅې كوي۔عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي عسکري میدان كښې د ماتي خوړولو نه پس اوس هند د لوبو په ميدان كښې ناوړه چالونه استعمالوي، دا د هند د شرمندګۍ څخه بچ كيدو ناكامه هڅه ده،مونږ خپله عسکري بر لاسے ثابت کړے او د هند 6 الوتكي مو رانسكوره كړې دي ،مونږ د هندي جارحیت بشپړ ځواب وركړے ٬ دغې نه پس هند د جنګ بندۍ خواست كړے او اوس د لوبو په ميدان كښې سياست كوي،يو داسې قام كوم چې په اخلاقی توګه ديواليه شوے او څوك چې كوم اقدار نه لري هغه عمر د دغسې تماشو شاته پټېږي، پاکستان په امن باور لري، پاکستان سيمه كښې كوټلي امن لپاره عمر له كردار ترسره كړے، پاکستان د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز كښې د ډاکټر رابعه اختر د كتاب مخ كتنې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د بده مرغه زمونږ يو حريف هېواد د كوم پالیسۍ چې په دهوكه اډانه ده ۔ د هند بې بنسټه تصور او سوئيلي اسياﺀ كښې د بر لاسي کردار پاکستان څلور ورځني جنګ كښې په ښه ډول نړۍ ته ورمخې ته كړے او ناكامه كړے دے ۔ده ووئيل ټولي نړۍ كتلي چې كله يو جارح اشتعال راپارونكي او جواز نه لرونكے جارحیت کړے نو ټول پاكستان يو شوے او زمونږ ځواب دښمن نه يوازې په شا تنمبولو مجبور کړے بلكې هغه د جنګ بندۍ درخواست هم كړے۔ ده ووئيل كله چې هم تاريخ ليكلے كيږي دا څلور ورځنے جنګ به عمر له د پاکستان د يو عظیمې بريا په توګه ياد ساتلې شي چې پكښې پاکستان د يو استحکام لرونكې کردار ترسره كړے او يو داسې قام په توګه رامخې ته شوے كوم چې سوئيلي اسياﺀ كښې په حقیقی توګه استحکام او توازن پیدا کړے ۔ ده ووئيل هند په سيمه كښې د خپلي سرلوړۍ عزائم بشپړولو له د هندوتوا نظریئې خپرولو هڅه كرې خو هغه خوب ئې هم پوره نه شو ٬ كله چې ټول پاكستان يو شو او سيمه كښې يو نوې ډیټرنس جوړ شو۔ده د کتاب لېكوالې او د انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز د اړخه دا سرخط په وخت رامخې ته كول وستائېلو۔ وفاقی وزیر ووئيل دې څلور ورځني جنګ مونږ ته ډير څه وښودل۔ده ووئيل یوښتنه دا ده چې هند خپل موقف څه ډول ثابتولې شي دغسې چې د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات ښكار پاکستان پخپله دے۔ده ووئيل د نوي ډيلې پالیسی د زيات تضادات ښکار ده۔ وفاقی وزیر ووئيل كله چې يو هېواد پالیسۍ په تضادات، فریب او دهوكه اډانه وي نو نړيوال سیاست او جغرافیائی سیاست كښې چرې هم نه شي كاميابيدے۔ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره ځاني قرباني وركړې،د اربونو ډالره معاشی زيان شوے،كوم هم هېواد دا ادعا نه شي كولې۔ده ووئيل پاکستان د پهلګام پېښې غیر جانبداره او منصفانه تحقیقات وړانديز كوبو سره دا ثابت كړې چې زمونږ لاس پاك دي۔ ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ او پاتې نړۍ ترمينځه د يو ډھال کردار ترسره كوي۔ده ووئيل كله چې يو پاکستانے غسكر، افسر یا وګړے د خپل هېواد لپاره قرباني وركوي نو يواځې پاکستان نه بلکه د ټولي نړۍ د محفوظولو سبب جوړيږي۔ده ووئيل پاکستان پخپله د ترهګرۍ ښكار هېواد دے،په پهلګام پېښه پاکستان تشویش څرګند کړے خو جعفر ایکسپریس بريد د تاریخ بدترین هائی جیکنګ كښې يو ؤ،هند د دغې پېښې غندنه يا تشویش څرګندولو څخه ولي يرېدلو ؟ ده ووئيل كوم هم جارح یا د بالادستۍ عزائم لرونكے هېواد چرې هم مظلوم نه شي جوړيدلے ځكه چې حقائق د دې په ضد دي۔ده ووئيل پاکستان عمر له د امن خوښي لرلې خو كله چې هم پاکستان آزمائيلے شوے نو مونږ د خپلو بهادرو وسله والو په سوب هر ځل بريالي شوې يوو ۔ده ووئيل اوس هند د كركت په شان په لوبه د سیاست کولو هڅه كوي،دوي په حقيقت كښې د خپلي شرمندګۍ څخه د بچ كيدو هڅه كوي۔مونږ خپله عسکري برتري ثابت کړې او د هند 6 الوتكي مو رانسكوره كړ دي ۔زمونږ د بشپړ ځواب نه پس هند پخپله د جنګ بندۍ خواست كړے ،اوس هغوي د لوبو په ميدان كښې سیاست كول غواړي۔وفاقی وزیر ووئيل دوه قامي نظری هند د ابتداء څخه نه ده منلي،زمونږ لپاره بنیادی حیثیت لري۔ وفاقي وزیر ووئيل مونږ د وادي سندھ د عظیم تهذیب وارثان يو، اباسين او د هغې دمعاون خوړونو اوسېدونكې يوو ،دا هم زمونږ شناخت دے كوم چې مونږ د ګاونډي هېواد څخه ممتاز كرځوي ۔ده ووئيل دوه قومی نظریه وخت سره سره خپل صداقت نور هم ثابتوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كشمير مسئله د حکومت په ترجیحات كښې شامل ده، د بے ګناه کشمیریانو سیاسی سفارتةي او اخلاقی مرسته به روانه ساتلې شي دغسې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د کشمیریانو د خپلواكۍ حق لپاره لوظي يو ۔ ده ووئيل پاکستان سيمه كښې امن او استحکام لپاره خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان اوسنو كښې د معیشت په میدان كښې لويې كاميابۍ ترلاسه كړي دغسې څلور ورځني جنګ نه پس سيمه كښې مونږ خپله عسکری برتری ثابت کړې ده۔وفاقي وزیر ډاکټر رابعه اختر له د کتاب په اشاعت مبارکي وركولو سره ووئيل دا كتاب به زمونږ په تګلارو جوړولو ښه اثرات مرتب کړي۔ زيات پالیسی ساز به دې شاهکار څخه مستفید شي ۔ ده انسټیټیوټ آف ریجنل اسټډیز او سینټر فار سیکورټی اسټریټجی اینډ پالیسی له هم په دې مهم اقدام مبارکي وركړه







