دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو هنګامي غونډې په موقع د مصر صدر عبدالفتاح السېسي سره ليدلي دي ۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود ٶ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې وزيراعظم په 9 ستمبر د …
وزيراعظم شهباز شريف د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو هنګامي غونډې په موقع د مصر صدر عبدالفتاح السېسي سره وليدل، دواړو هېوادونو قطر سره د يووالي څرګندونه وكړه

مزید خبریں
دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو هنګامي غونډې په موقع د مصر صدر عبدالفتاح السېسي سره ليدلي دي ۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود ٶ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې وزيراعظم په 9 ستمبر د قطر په ضد د اسرائيلي جارحيت غندنه كړې٬ دواړو هېوادونو قطر سره د يووالي څرګندونه وكړه او د اسرائيل لخوا د قطر خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت خلاف ورزۍ يې غېر ذمه واره او د نړيوال قانون په جار خلاف ورزي وګرځولےه ۔ وزيراعظم په دې سخت پړاٶ كښې د مصر د فعاله سفارت كارۍ ستائنې كولو سره ووئيل په دوحه كښې د عرب اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه د اسلامي نړۍ د اتحاد څرګندونې پلو يو مهم ګام دے دغسې چې اسرائيل د ھغوي په رويه ځواب وركونكے جوړ كړے شي۔ وزيراعظم تېر كال په دسمبر كښې په قاهره كښې د ډي-8 په غونډه كښې د مصر صدر سره د خپل ملاقات او سږ كال د اختر په موقع د شوې ټېلي فوني خبرو تذكره كولو سره مصر سره تجارت، سرمايه كارۍ او د صحت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔ دواړه مشران دې ته سلاح شول چې ھغوي به د سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې په رابطه كښې وي ۔







