وزيراعظم شهباز شريف د اردن فرمان روا شاه عبدالله دوېم سره وليدل

دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او اردن د اسرائيل د جارحانه كاروائيو په مقابل كښې د اسلامي نړۍ د اتحاد په ضرورت زور راوړلو سره په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د نړيوالې مرستې ترلاسه كولو په غرض نزدې مشاورت جاري ساتلو ته سلاح شوي دي۔ تېره شپه د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اردن فرمان روا شاه …

دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او اردن د اسرائيل د جارحانه كاروائيو په مقابل كښې د اسلامي نړۍ د اتحاد په ضرورت زور راوړلو سره په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د نړيوالې مرستې ترلاسه كولو په غرض نزدې مشاورت جاري ساتلو ته سلاح شوي دي۔ تېره شپه د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اردن فرمان روا شاه عبدالله دوېم سره په دوحه كښې د عرب اسلامي هېوادونو د مشرانو هنګامي غونډې په موقع ليدلي دي ۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير هم موجود وٶ۔ وزيراعظم د قطر په ضد د اسرائيل د جارحيت غندنې كولو سره دا د نړيوال قوانين په ضد سنګينه خلاف ورزي او په مېنځني ختيز كښې د امن سبوتاژ كولو هڅه وګرځوله۔ وزيراعظم د فلسطين په مسئله د شاه عبدالله دوېم زيرك قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ دغسې دواړو مشرانو د اسرائيل د جارحانه كاروائيو په مقابل كښې د اسلامي نړۍ د اتحاد په ضرورت زور راوړلو سره په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د نړيوالې مرستې ترلاسه كولو په غرض نزدې مشاورت جاري ساتلو ته اتفاق وكړو۔

مزید خبریں