دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اسرائيلي جارحيت په ضد قطر سره د بشپړه يووالي څرګندونه او د انسانيت په ضد په جنګي جرمونو به اسرائيل قانون سره مخ كول وي او د اسرائيل توسيع پسندانه ارادو شنډولو لپاره د عرب اسلامي ټاسك فورس جوړولو تجويز وړاندې كولو سره وئيلي دي چې په غزه كښې انسانيت په سلګو دے٬ په سمدستي توګه جنګ بندۍ سره سره …
وزيراعظم شهباز شريف د اسرائيلي جارحيت په ضد قطر سره د بشپړه يووالي څرګندونه، د انسانيت په ضد په جنګي جرمونو به اسرائيل قانون سره مخ كول٬ د اسرائيل توسيع پسندانه ارادو شنډولو لپاره د عرب اسلامي ټاسك فورس جوړولو تجويز

مزید خبریں
دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اسرائيلي جارحيت په ضد قطر سره د بشپړه يووالي څرګندونه او د انسانيت په ضد په جنګي جرمونو به اسرائيل قانون سره مخ كول وي او د اسرائيل توسيع پسندانه ارادو شنډولو لپاره د عرب اسلامي ټاسك فورس جوړولو تجويز وړاندې كولو سره وئيلي دي چې په غزه كښې انسانيت په سلګو دے٬ په سمدستي توګه جنګ بندۍ سره سره د بشري خواخوږۍ په بنياد باضمانت او د ژوند ضروري څيزونه په خوندي توګه رسول٬ د مرستې كاركنان٬ ميډيكل ډلو او خبريالانو سره سره د ملګرو ملتونو اهلكارو ته رسنه وركول پكار ده، په ملګرو ملتونو كښې د اسرائيل د غړيتوب معطل كولو د تجويز ملاتړ كوٶ، مونږ يو سپېځلې او تل پاتي دوه رياستي حل ته اړتيا لرو چې له مخې ئې آزاد فلسطيني رياست جوړ شي او پايه تخت ئې القدس الشريف وي٬ كه مونږ د اجتماعي دانش اقدامات ونه كړل نو تاريخ به مونږ معاف نه كړي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ په دوحه كښې د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو هنګامي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په غونډه كښې د 50 نه زيات عرب او د اسلامي هېوادونو مشرانو او نمائندګانو ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ د يوې بلې ناوړه او د افسوس وړ پېښې په تناظر كښې راغونډې شوې يو، ورور اسلامي هېواد قطر يو داسې جارح هېواد په نښه كړے دے څوك چې د نتيجو پراوه كولو نه غېر د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه كوي، پاكستان په 9م ستمبر په دوحه د اسرائيل د بې دليله بريد په سختو ټكو غندنه كوي چې مقصد ئي په مېنځني ختيز كښې د امن هلې ځلې سبوتاژ كول دې، د اسرائيل جارحيت د قطر خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا څخه سرغړونه ده٬ پاكستان د قطر خپلو ورورڼو خوېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه او ملاتړ كوي۔ وزيراعظم ووئيل په قطر د اسرائيل بريد د جارحانه اقداماتو تسلسل دے، د جنګ په مهال هم د ثالثۍ كردار لوبوٶنكو ته په درنه سترګه كتلې شي او دوي ته اهميت وركولې كېږي ځكه چي ھغوي د امن اميد وي، داسې اميد چې مذاكرات ژوندي ساتي دغسې چې د امن په پلو پېشرفت وشي۔ ده ووئيل د قطر په ضد د دې جارحيت نه ورسته دا سوال پېدا كېږي چې اسرائيل د مذاكراتو ډنډورې ولې وهلې٬ آيا د يرغمالو واپسي د يو داسې هېواد ترجيح ده څوك چې د انساني ژوند احترام نه كوي٬ د اسرائيل لخوا د نړيوال قوانينو خلاف ورزۍ د غندنې وړ دي۔ ده ووئيل مونږ د قطر د امير شيخ تميم بن حمد الثاني په مشرۍ كښې د قطر د خلوص نه ډكو هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ، قطر د چيلنجونو باوجود سيمه ايز او نړيوال امن لپاره تل بشپړه كردار لوبولې۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په دې صورتحال كښې په سمدستي توګه د ضروري اقداماتو كولو پخلې كوي٬ وزيراعظم شهباز شريف د اسرائيلي جارحيت په ضد قطر سره د بشپړه يووالي څرګندونه او د انسانيت په ضد په جنګي جرمونو به اسرائيل قانون سره مخ كول دي او د اسرائيل توسيع پسندانه ارادو شنډولو لپاره د عرب اسلامي ټاسك فورس جوړولو تجويز وړاندې كولو سره وئيلي دي چې په غزه كښې انسانيت په سلګو دے٬ په ملګرو ملتونو كښې د اسرائيل د غړيتوب معطل كولو د تجويز ملاتړ كوٶ، بايد غړي هېوادونه د اسرائيل په ضد د نور مناسب اقداماتو كولو له غور وكړي، د ملګرو ملتونو د سلامي كونسل د چارټر چيپټر 7 له مخې اسرائيل څخه په سمدستي توګه د جنګ بندۍ٬ يرغمالو خوشې كولو او د فلسطيني بنديانو د تبادلې مطالبه كول پكار ده٬ په سمدستي توګه جنګ بندۍ سره سره د بشري خواخوږۍ په بنياد باضمانت او د ژوند ضروري څيزونه په خوندي توګه رسول٬ د مرستې كاركنان٬ ميډيكل ډلو او خبريالانو سره سره د ملګرو ملتونو اهلكارو رسنه وركول پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل د ټولو نه زيات م ونږ له يو سپېځلې او تل پاتي دوه رياستي حل ته اړتيا ده چې له مخې ئېد كال 1967 نه وړاندې د پولو له مخئ آزاد فلسطيني رياست جوړ وي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ وزيراعظم ووئيل نن مونږ د تاريخي غونډې د لارې په ګډه د اسرائيلي جارحيت غندنه كوٶ٬ كه مونږ د اجتماعي دانش اقدامات ونه كړل نو تاريخ به مونږ معاف نه كړي۔ د دې نه وړاندې د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني د مشرانوغونډې ګډون كولو هركلي كولو سره ووئيل چې زه په غونډه كښې د ګډون كوونكو اسلامي هېوادونو مشرانو ته دوحه ته په راتګ هركلے وائم۔ ده ووئيل د اسرائيل لخوا د فلسطينيانو نسل كشي روانه ده او د انسانيت په ضد د جرمونو ئې ټول حدونه پار كړي۔ ده اسرائيل بريد د قطر د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت په ضد ګرځولو سره ووئيل قطر د ثالث په توګه په منطقه كښې امن لپاره د زړه د خلاصه هڅې كړې دي٬ اسرائيل مذاكراتي عمل سبوتاژ كولو سره د فلسطيني تحريك غړي په نښه كړي۔ ده ووئيل چې يرغمالو په سوله ايز ډول خوشې كولو د اسرائيل ټولې دعوے ناسمې دي٬ د ګريټر اسرائيل ايجنډا نړيوال امن لپاره سخت خطر دے۔ ده د اسرائيل لخوا د منطقې د هېوادونو د خپلواكۍ د خلاف ورزو غندنه كولو سره ووئيل چې صيهوني حكومت د انسانيت په ضد د جرائمو مرتكب كېږي٬ د اسرائيل لخوا د نړيوال قوانينو سنګين خلاف ورزۍ لمحه فكريه ده۔ ده غزه كښې د مرستې د بلاتعطل او په سمدستي توګه په رسنه باوري كولو زور راوړلو سره ووئيل چې د اسرائيل لخوا لوږه د وسلې په توګه استعمال ناوړه حركت دے۔ د فلسطين صدر محمود عباس هم غونډې ته وېنا وكړه۔ د فلسطين صدر ووئيل چې د فلسطينيانو د نسل كشۍ لاره نيول او په سمدستي توګه اقدامات ضروري دي، د كال 1967ء پولو له مخئ د فلسطيني رياست جوړېدل د امن لاره ده۔ په دې موقع د عرب ليګ سيكرټري جنرل احمد ابولغيظ٬ د عراق وزيراعظم محمد شيعه السوداني٬ د اردن شاه عبدالله دوئم٬ تاجكستان كے صدر امام علي رحمان٬ د صوماليه صدر حسن شېخ محمود٬ د مالديپ صدر محمد معيزو٬ د موريطانيه صدر محمد اولد شېخ غزنوي٬ د سوريه صدر احمد الشرح٬ د كوموروس صدر٬ د كوېت ولي عهد شېخ صباح الخالد٬ د مصر صدر عبدالفتاح السيسي سره سره د عرب اسلامي هېوادونو نورو مشرانو هم غونډې ته وېنا وكړه







