دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په دوحه كښې د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو هنګامي غونډې په موقع د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره ليدلي او د اسرائيلي يرغل نه وروسته په رامخې ته شوې صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې …
وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره وليدل٬ د اسرائيلي يرغل نه وروسته په رامخې ته شوې صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په دوحه كښې د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو هنګامي غونډې په موقع د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره ليدلي او د اسرائيلي يرغل نه وروسته په رامخې ته شوې صورتحال ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود ٶ٬ د عرب اسلامي مشرانو غونډه په قطر د اسرائيلي بريد په تناظر كښې رابللې شوې۔ د ډېر تود او دوستانه ملاقات په مهال دواړو مشرانو د اسرائيلي يرغل نه وروسته په رامخې ته شوې صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ وزيرِاعظم د اسرائيلي اقدام په سختو ټكو غندنه كولو سره دا په مېنځني ختيز كښې د امن هلې ځلې سبوتاژ كولو يوه قصدا هڅه ګرځولے۔ وزيراعظم په دې نازك وخت كښې د اسلامي نړۍ يو موټې كولو لپاره د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان جرأت مندانه او د زيرك قيادت ستائنه وكړه٬ په دې لړ كښې وزيراعظم د سعودي ولي عهد ته د پاکستان لخوا په خاص توګه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د بشپړه سفارتي ملاتړ باور وركړو چرته چې پاكستان دا مهال غېر مستقل غړې هېواد دے، د دې نه علاوه د او آئي سي پشمول په ټولو ګڼ اړخيزه سفارتي فورمز هم د پاكستان لخوا د بشپړه سفارتي ملاتړ باور وركړې شو۔ وزيراعظم ووئيل په دوحه كښې د عرب اسلامي مشرانو هنګامي غونډې تابيا د دې امر واضح پېغام دے چې د ګردې نړۍ مسلمانان د اسرائيل د غېر قانوني او ناوړه جارحيت٬ كوم چې سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دے په ضد يو غږ دي٬ پاکستان او سعودي عرب تاريخي او د ورورولۍ د ژورو اړيكو پخلي كولو سره وزيراعظم د سعودي عرب لخوا پاکستان سره په هره سخته كښې په بشپړه ملاتړ د ولي عهد مننه وكړه۔ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په دې موقع ووئيل چې د وزيراعظم د روانې اوونۍ په پائې كښې د سعودي عرب سرکاري دورې ته سترګې په لار يو چې پكښې به دوه اړخيزه او په نړيوالو چارو د جامع خبرو اترو موقع ترلاسه شي۔ وزيراعظم خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په دې نازك وخت كښې قطر سره د يووالي څرګندونې لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي په فورم د پاكستان د بشپړه سفارتي هلو ځلو او د وزيراعظم د قيادت ستائنه وكړه۔







