د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر سره د آئي سي وائي اېف ډائرېكټر جنرل وليدل

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر سره د اسلامي مرستې تنظيم د ذيلي ادارې اسلامک کوآپريشن يوتھ فورم "آئي سي وائي اېف" ډائرېكټر جنرل يونس سونميز ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او د آئي سي وائي اېف ترمېنځه د تعليم، ځوانانو لپاره د موقعو، هنر مندۍ د قيادت تربيې په څېر په مهمو څانګو كښې په مرسته د …

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر سره د اسلامي مرستې تنظيم د ذيلي ادارې اسلامک کوآپريشن يوتھ فورم “آئي سي وائي اېف” ډائرېكټر جنرل يونس سونميز ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او د آئي سي وائي اېف ترمېنځه د تعليم، ځوانانو لپاره د موقعو، هنر مندۍ د قيادت تربيې په څېر په مهمو څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وجيهه قمر د ځوانانو پرمختګ لپاره د آئي سي وائي اېف د کردار ستائنه كولو سره ووئيل چې حکومت د ځوانانو او د بشري وسائلو پرمختګ كښې خاص دلچسپي لري۔ دې ووئيل چې د پاكستان ځوانانو لپاره تعليم او وظيفائي تربيه د معاشي او سماجي پرمختګ بنياد دے او د آئي سي وائي اېف په څېر د نړيوالو ادارو شراكتدارۍ سره ځوانانو لپاره نړيوالې موقعې پېدا كولو كښې مرستياله ګرځېدۍ شي۔

مزید خبریں