صدر آصف علی زرداری شنګھائی الیكټرك چیئرمېن وو لی سره ملاقات،تھر كښې د سكرو ګیسیفیكیشن پلانټ جوړولو لپاره د مفاهمت په یادداښت لاس ليك

شنګھائی 15 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علی زرداری د شنګھائی الیكټرك چیئرمېن وو لی سره د ګل په ورځ ملاقات كړې او دې نه پس ئې شنګھائی كښې د كمپنی سهولیات دوره كړې،وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری، د پاكستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری او سینیټر سلیم مانډوی والا هم ده سره ملګري وو۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له …

شنګھائی 15 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علی زرداری د شنګھائی الیكټرك چیئرمېن وو لی سره د ګل په ورځ ملاقات كړې او دې نه پس ئې شنګھائی كښې د كمپنی سهولیات دوره كړې،وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری، د پاكستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری او سینیټر سلیم مانډوی والا هم ده سره ملګري وو۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د شنګھائی الیكټرك چیئرمېن پاكستان كښې د كمپنۍ منصوبو په اړه بریفنګ وركړو چې پكښې د تھر سكرو ، ایټمی توان او سكرو څخه چليدونكې پاور پلانټس شامل دي۔ صدر مملكت د پاكستان د توان حاجت پوره كونكي شنګھائی الیكټرك كردار ستائلو سره ووئيل چې شنګھائی الیكټرك روزګار موقع او سماجی و معاشی پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې۔ صدر شنګھائی الیكټرك له پاكستان ټرانسمیشن او ډسټری بیوشن نظام كښې د سرمایه كارۍ بلنه وركولو سره د دې خبرې باور وركړو چې كه كوم زیر التواء مسئلې وي نو هغه به د ملګرتيا او شريكې مرستې جذبے ترمخه حل كولې شي۔ شنګھائی الیكټرك سی ای او پاكستان كښې د خپلو ملازمانو لپاره په وركړې شوي سكیورټی انتظاماتو د حكومت مننه وكړه۔ صدر مملكت باور وركړو چې د پاكستان حكومت د چین كارمندانو لپاره محفوظ او ښه ماحول باوري كولو لپاره حفاظتی اقدامات نور هم ښه كړي۔ صدر مملكت ته بریفنګ كښې ووئيل شول چې شنګھائی الیكټرك 1902ء كښې جوړې شوې او د توان او صنعتی څانګه كښې نړيوال مقام لري۔په دې موقع په تھر كښې د سكرو ګیسیفیكیشن پلانټ جوړولو لپاره د مفاهمت په يادښت لاس ليك هم وشو۔ دا د تھر په سكرو اډانه وړومبې د سكرو ګیسیفیكیشن او فرټیلائزر منصوبه وي كومه به چې د توان ضروریات پوره كولو سره زرعی څانګي له هم سهاره وركړي۔ اېم ایف ټی سی كول ګیسیفیكیشن سی ای او شاهد تواوالا او سینو سندھ ریسورسز/شنګھائی الیكټرك سی ای او لِن جیګن په يادښت لاس ليك وكړو۔په دې موقع وړومبۍ ميرمن بی بی آصفه بھټو زرداری او د پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری هم د صدر مملكت سره وو۔ سینیټر سلیم مانډوی والا، د سندھ د اطلاعاتو او ټرانسپورټ وزير شرجیل میمن او د سندھ د منصوبه بندۍ او نوان وزير سید ناصر شاه نه علاوه د چین او پاكستان سفيران هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں