اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې په پاكستان كښې د پولېند سرمايه كاري د ستائنې وړ ده٬ په سېلاب ځپلې سيمو كښې د زيانونو تفصيلي اندازه لګولې كېږي دغسې چې پرمختيائي او دوه اړخيزه شراكتدار خبر كړې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ په پاكستان كښې د پولېنډ سفير ماسيج پسارسکي سره په ملاقات كښې كړې۔ په …
د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب سره په پاکستان كښې د پولېنډ سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي چې په پاكستان كښې د پولېند سرمايه كاري د ستائنې وړ ده٬ په سېلاب ځپلې سيمو كښې د زيانونو تفصيلي اندازه لګولې كېږي دغسې چې پرمختيائي او دوه اړخيزه شراكتدار خبر كړې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ په پاكستان كښې د پولېنډ سفير ماسيج پسارسکي سره په ملاقات كښې كړې۔ په ملاقات كښې د شريكې خوسښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې٬ ډلو د دوه اړخيزه اړيكې په لا مستحكم كولو، تجارت او د سرمايه کارۍ اړيكو ته پراختيا وركولو او د مرستې او د تبادلې په نوې موقعو لټولو هم زور راوړو۔ په دې موقع د پولېنډ سفير د پشكال په اوسني بارانونو او سېلاب كښې په شوي مالي او ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه هم وكړه







