دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ سركاري دوره د قطر پايه تخت دوحه ته رسېدلے، د دوحه په هوائي مېدان د قطر د كلتور وزير شېخ عبدالرحمن بن حمد بن جاسم بن حمد الثاني د وزيراعظم او پاکستاني پلاوي هركلے وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په دوحه كښې د عرب …
وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ سركاري دوره دوحه ته ورسېد

مزید خبریں
دوحه 15 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ سركاري دوره د قطر پايه تخت دوحه ته رسېدلے، د دوحه په هوائي مېدان د قطر د كلتور وزير شېخ عبدالرحمن بن حمد بن جاسم بن حمد الثاني د وزيراعظم او پاکستاني پلاوي هركلے وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په دوحه كښې د عرب اسلامي مشرانو په هنګامي كنفرنس كښې ګډون لپاره دوحه ته رسېدلے دے كوم چې په دوحه د اسرائيل د فضائي بريدونو او په فلسطين كښې د بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزيو له له امله په ناوړه شوي صورتحال غور لپاره رابللے شوې دے۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د اطلاعاتو وزير عطاء تارړ او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي وزيراعظم سره د لوړې كچې په پلاوي كښې شامل دي۔ د جاري بيان له مخې پاکستان قطر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د قطر او د نورو سيمو ايزو رياستونو په ضد د اسرائيل د جارحيت سخته غندنه كوي٬ قطرسره د يوالي څرګندونې او سيمه ايز اتحاد لپاره وزيراعظم شهباز شريف په 11م ستمبر كال 2025 كښې د دوحه دوره كړې او د قطر سلامتيا او خپلواكۍ لپاره ئې د پاکستان د غېر متزلزل ملاتړ او په مېنځني ختيز كښې امن او استحكام لپاره د دې عزم څرګندونې لپاره ئې قطري قيادت سره ملاقات كړې٬ په 15 ستمبر په دوحه كښې په كېدونكي هنګامي غونډه كښې د پاكستاني وزيراعظم او د نورو اسلامي هېوادونو مشرانو ګډون په اسلامي نړۍ كښې د مضبوط اتحاد او سيمه ايز امن لپاره د غېر متزلزل عزم څرګندونه ده







