د سرکاري حج سکيم واجباتو دويم قسط وصولي به د نومبر په وړومبۍ نيټه كېږي٬ حج پيکيج به ډير زر اعلان شي : د مذهبي چارو وزارت وياند

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت لخوا حج 2026 سره اړوند اقدامات جاري دي٬ د سرکاري سکيم لاندې د حج درخواست كوٶنكو څخه به د حج خرڅونو دوېم قسط د نومبر په اولنۍ نېټه وصولي نه وړاندې حج پېکېج اعلان كړے شي۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د مذهبي چارو وزارت وياند ووئيل د كال 2026 لپاره د پېپرا …

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت لخوا حج 2026 سره اړوند اقدامات جاري دي٬ د سرکاري سکيم لاندې د حج درخواست كوٶنكو څخه به د حج خرڅونو دوېم قسط د نومبر په اولنۍ نېټه وصولي نه وړاندې حج پېکېج اعلان كړے شي۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د مذهبي چارو وزارت وياند ووئيل د كال 2026 لپاره د پېپرا رولز له مخې کيټرنګ کمپنو څخه د حاجيانو خوراك، ټرانسپورټ او استوګنې په حواله ټېنډر جاري كړې شوې دې كوم چې د سعودي ورځپاڼو كښې شائع شوې دې۔ ده ووئيل چې ايئر لائنز سره هم خبرې روانې دي٬ هيله ده چې د ستمبر او اکتوبر په مهال به د هوائي ټکټ په حواله هم ائيرلائنز سره معامله ترسره شي۔

مزید خبریں