سپيکر سردار اياز صادق لکي مروت او بنو كښې د 31 هندي سپانسرډ خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق لکي مروت او بنو كښې د 31 هندي سپانسرډ خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ خپل پېغام كښې ده د هندي سپانسرډ ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو د جرات مندانه کارروائيو ستائنه وكړه، د هند سپانسرډ ترهګرو خاتمې لپاره قام يو موټې دے٬ امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ …

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق لکي مروت او بنو كښې د 31 هندي سپانسرډ خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ خپل پېغام كښې ده د هندي سپانسرډ ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو د جرات مندانه کارروائيو ستائنه وكړه، د هند سپانسرډ ترهګرو خاتمې لپاره قام يو موټې دے٬ امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ سرپرستي كوٶنكو ناوړه عزائم خاورو سره د سمولو عزم لري۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو قربانۍ په پاكستان كښې د امن ضمانت دي او مېړني ځواكونه د مورني هېواد د سالميت محافظ دي۔ ده ووئيل پارلمان او قام د ترهګرۍ په ضد امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے اود پاکستانې اولس پخپلو وسله والو ځواكونو وياړي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ د لعنت ختمولو عزم لرؤ۔

مزید خبریں