پیپلز ګوند به د ځپليو ملازمينو بحالۍ له په اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كوي : قادر خان مندوخیل

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند مشر لارښود قادر خان مندوخېل وئيلي دي چې پیپلز ګوند به تل خلكو ته روزګار وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په اګست 2022 كښې د ټولو ګوندونو په غړو مشتمل پارليماني كمېټي جوړه كړې شوه ، کنټرېکټ ډېلی وېجز ټولو ملازمينو لپاره كمېټۍ احكامات جاري كولې شوو٬ مونږ …

اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند مشر لارښود قادر خان مندوخېل وئيلي دي چې پیپلز ګوند به تل خلكو ته روزګار وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په اګست 2022 كښې د ټولو ګوندونو په غړو مشتمل پارليماني كمېټي جوړه كړې شوه ، کنټرېکټ ډېلی وېجز ټولو ملازمينو لپاره كمېټۍ احكامات جاري كولې شوو٬ مونږ 72 ادارو سره 31 ميټنګز وكړل۔ ده ووئيل مونږ د ډېلی وېجز تنخا 37000 كولو احكامات وركړل٬ د ډيوټۍ په مهال د وفات كېدونكي ملازم د بقاياجاتو او پسماندګانو ته د معاوضې وركولو پرېكړه مو وكړه۔ زمونږ په كمېټۍ چاته هم اعتراض نه ؤ٬ كمېټۍ كوم فشار هم قبول نه كړو۔ قادر خان مندوخېل ووئيل د قومي اسمبلۍ رولنګ ختمول د عدالت د اختيار په دائره كښې نه راځي٬ پيپلز ګوند به د دې ملازمينو بحالۍ له په اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كوي۔ قادر خان مندوخېل ووئيل پخواني سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي چې څوك د پارليمنټ د كمېټۍ په احكاماتو عمل نه كوي هغه ته به د پارليمان د توهين نوټس لېږلے شي

مزید خبریں