اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د غبرګو ښارونو اولس ته عصري او تند رفتاره سفري آساني وركولو له د اسلام آباد او پېنډۍ ترمينځه د رېل سروس پېل كولو پرېكړه شوې ده چې پېل به يۍ مارګله رېلوے اسټېشن اسلام آباد څخه تر راولپنډی صدر اسټېشن وي۔ د دې منصوبې لاندې به وګړي يوازې په 20 دقيقې كښې دا سفر كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د …
د وفاقي وزير محسن نقوي ٬ حنيف عباسي په مشرۍ كښې مهمه غونډه ٬ د اسلام آباد او پينډۍ ترمينځه د تند رفتاره ريل سروس پيل كولو پريكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) د غبرګو ښارونو اولس ته عصري او تند رفتاره سفري آساني وركولو له د اسلام آباد او پېنډۍ ترمينځه د رېل سروس پېل كولو پرېكړه شوې ده چې پېل به يۍ مارګله رېلوے اسټېشن اسلام آباد څخه تر راولپنډی صدر اسټېشن وي۔ د دې منصوبې لاندې به وګړي يوازې په 20 دقيقې كښې دا سفر كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې په يوه مهمه غونډه كښې په منصوبه د فوري پېشرفت پرېكړه وكړې شوه۔ په غونډه كښې د وزيرمملكت طلال چوهدري په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې د رېل سروس پېل به مارګله رېلوے اسټېشن اسلام آباد څخه تر راولپنډی صدر اسټېشن وي۔ د منصوبې فرېم ورك اېګريمنټ به راروانه اونۍ كښې لاس ليك كولے شي۔ د پرېكړې له مخې منصوبې لپاره ټرېك به پاكستان رېلوے وركوي او د رېل سروس انتظام به سي ډي اے كوي۔ په غونډه كښې منصوبې لپاره د نوو ټرېنونو په درآمد كولو هم اتفاق وكړے شو۔ د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ووئيل ددې منصوبې د لارې به وګړي په كم وخت كښې محفوظ سفر كولے شي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل دا منصوبه د وزيراعظم شهباز شريف د اولسي ريليف وژن عكاسي كوي۔ وزیر مملکت طلال چوهدری ووئيل دې سره به په سړكونو د ټرېفك فشار كم شي۔ په غونډه كښې وفاقی سېکرټری داخله، سېکرټری رېلوېز، چیئرمېن سی ډی اے، کمشنر راولپنډي، کمانډنټ و ډپټی کمانډنټ اېف سی، آئی جی اسلام آباد پولیس، ډپټی کمشنر اسلام آباد او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو







