اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي چې زمونږ د ترجیحاتو له امله رنځونو كښې كمې كيږي، له روغتونونو څخه وړنداې به د ناروغو مخنيوي ته پام لرنه كول وي، پاکستان كښې هر كال د سروائیکل کېنسر له امله 3 زره څخه زياتې مېرمني په حق رسي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز، F-7/4 …
پاکستان كښې هر كال د سروائیکل کینسر له امله 3 زره ميرمنې په حق رسي، له روغتونونو وړاندې به د رنځونو مخنيوي ته پام لرنه كول وي: سید مصطفیٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي چې زمونږ د ترجیحاتو له امله رنځونو كښې كمې كيږي، له روغتونونو څخه وړنداې به د ناروغو مخنيوي ته پام لرنه كول وي، پاکستان كښې هر كال د سروائیکل کېنسر له امله 3 زره څخه زياتې مېرمني په حق رسي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز، F-7/4 كښې د اېچ پی وی وېکسین مهم باقاعدہ پرانستې په موقع په خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل دا ورځ زمونږ لپاره د صحت نظام كښې د نوي اړخ پېل دے، روغتونونو څخه وړاندې به مونږ له د ناروغو مخنيوي ته پم لرنه كول وي۔ ده ووئيل دا مهم به د 15 نه تر 27 ستمبر د پنجاب، سندھ، اسلام آباد او آزاد کشمیر په سرکاری سکولونو كښې روان ساتلے شي چې له مخې به ئې د 9 نه تر 14 كالو عمر لرونكو انجونو ته سروائیکل کېنسر څخه بچ كېدو لپاره وېکسین ويړيا وركولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان كښې هر كال د سروائیکل کېنسر له امله 3,000 څخه زياتي مېرمني په حق رسي او مونږ له به خپلې لوڼه او خوېندي د دې ناوړه رنځ څخه بچ كولو له سنجیدہ اقدامات کول وي ۔ د تعليم وزیر مملکت وجیهه قمر ووئيل احتیاط تر درملنې بهتر دے او د دې وېکسین د لارې مونږ خپلي ماشوماني سروائیکل کېنسر څخه محفوظ ساتلې شوو۔ دې ووئيل دا مهم د فېډرل ډائرېکټورېټ آف اېجوکیشن (اېف ډی ای) په مرسته سرکاری سکولونو كښې پېل شوے چې له مخې ئې د پبلك سېكټر انجونو له وېړيا ویکسین وركولې شي۔







