د وفاقي وزير جام كمال خان ايراني وزير سيد ايم اتابك سره ملاقات ٬ په آزاده تجارتي لوظنامه لاس ليك ٬ د پوليزو ماركيټونو فعالولو او تجارت ته د ودې په وركولو د خيالاتو څرګندونه

تهران۔15ستمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د ايران د صنعت ٬ كان كنۍ او تجارت وزير سيد اېم اتابك ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ده په ملاقات كښې سېلاب ځپليو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي وكړه۔ جام کمال ووئيل د ايراني صدر ډاکټر پیزشکیان د پاكستان دورې څخه وروستو زمونږ دوه اړخيزه تجارت زيات ښه شوے دے٬ …

تهران۔15ستمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د ايران د صنعت ٬ كان كنۍ او تجارت وزير سيد اېم اتابك ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ده په ملاقات كښې سېلاب ځپليو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي وكړه۔ جام کمال ووئيل د ايراني صدر ډاکټر پیزشکیان د پاكستان دورې څخه وروستو زمونږ دوه اړخيزه تجارت زيات ښه شوے دے٬ زمونږ د 10 اربه ډالرو تجارتي هدف زمونږ دوه اړخيزه هڅو سره ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل زمونږ تجارتي شمېرې 3 اربه ډالرو ته رسېدلې دي بياهم دا به لا زياتول وي۔ په ملاقات كښې د بارټر ټرېډ په حاجت زور راوړلے شو۔ دغسې په دې موقعه په آزاده تجارتي لوظنامه لاسليك او د پوليزو ماركيټونو فعالولو او تجارت ته په وده وركولو خبرې وكړې شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل دواړه فريق يو بل سره د څيزونو فهرست ته په حتمي شكل وركولو كار كوي۔ جام كمال ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې تجارتي حجم زياتولو له نجي څانګې ته آسانۍ وركولې شي۔ په اوسنيو مياشتو كښې ايران ته د پاكستان لخوا د وريژو او غوښتې په برآمداتو كښې اضافه ليدلې شوې ده

مزید خبریں