وزيراعظم شهباز شريف په بيړني عرب اسلامي سرمشريز كنفرنس كښې ګډون لپاره نن د ګل په ورځ د قطر دوره كوي

لاهور۔15ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په بيړني عرب اسلامي سرمشريز كنفرنس كښې ګډون لپاره (نن) د ګل په ورځ د قطر دوره كوي۔ د پاكستان اشتراك سره رابللې شوې عرب سرمشريزه غونډه په دوحه د اسرائيلي فضائية بريدونو ٬ په فلسطين كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي او د فلسطيني وګړو خپلو كورونو څخه په زبردستۍ د ويستلو په تناظر كښې كيږي۔ په غونډه كښې د او آئي سي …

لاهور۔15ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په بيړني عرب اسلامي سرمشريز كنفرنس كښې ګډون لپاره (نن) د ګل په ورځ د قطر دوره كوي۔ د پاكستان اشتراك سره رابللې شوې عرب سرمشريزه غونډه په دوحه د اسرائيلي فضائية بريدونو ٬ په فلسطين كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي او د فلسطيني وګړو خپلو كورونو څخه په زبردستۍ د ويستلو په تناظر كښې كيږي۔ په غونډه كښې د او آئي سي د غړو هېوادونو د حكومتي مشرانو او اعلی چاراكواكو ګډون امكان لري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان قطر سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي او د قطر او نورو سيمه ايزو رياستونو په ضد د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كوي۔ قطر سره د يو والي څرګندونې او سيمه ايز اتحاد لپاره وزيراعظم په 11 ستمبر 2025 د دوحه دوره كړې وه او د قطر سلامتيا و خپلواكۍ لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكي ملاتړ او په منځني ختيز كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم څرګندونې له يۍ قطري مشرتابه سره ملاقات كړے ؤ۔

مزید خبریں