اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي دغسې د شپې په وخت بالائی خېبرپښتونخوا،خطه پوټھوهار،كشمیر او شا او خوا غريزه سيمو كښې د باران امكان دے، سېلاب ځپليو سيمو پنجاب په زياتره ضلعو كښې به موسم د راروانو څو ورځو پهم هال ګرم او خشك وي۔د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 …
د راروانو 24 ساعتونو په مهال به هېواد كښې موسم ګرم او خشك وي

مزید خبریں
اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي دغسې د شپې په وخت بالائی خېبرپښتونخوا،خطه پوټھوهار،كشمیر او شا او خوا غريزه سيمو كښې د باران امكان دے، سېلاب ځپليو سيمو پنجاب په زياتره ضلعو كښې به موسم د راروانو څو ورځو پهم هال ګرم او خشك وي۔د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وو دغسې بالائی خېبرپښتونخوا،كشمیر او مری كښې په ځيني ځايونو باران شوې۔تر ټولو زيات باران خېبر پښتونخوا: پاراچنار كښې 06، كوز دير كښې 03، كشمیر: مظفر آباد سټی كښې 04، پنجاب: مری كښې 01 ملی میټر باران ریكارډ شوې۔د اتوار په ورځ ریكارډ كړې شوي زيات درجه حرارت : نوكنډی ،دالبندین كښې 42 ، بھكر او چلاس كښې 41 ډګری سینټی ګریډ ریكارډ كړی شوي۔







