صدر آصف علی زرداری د چین ایوی اېشن انډسټري کارپورېشن ایئرکرافټ کمپلیکس دورہ

بیجنګ 14 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د چین ایوی اېشن انډسټري کارپوریشن (AVIC) ایئرکرافټ کمپلیکس دورہ وكړه چرته چې جے-10 سی جنګي الوتكي جوړيږي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د وسله والو ځواكونو سپریم کمانډر په حیثیت سره کمپلیکس ته ورسيد او بېلو څانګو معائنه ئې وكړه۔ صدر آصف علی زرداری ته د …

بیجنګ 14 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د چین ایوی اېشن انډسټري کارپوریشن (AVIC) ایئرکرافټ کمپلیکس دورہ وكړه چرته چې جے-10 سی جنګي الوتكي جوړيږي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت د وسله والو ځواكونو سپریم کمانډر په حیثیت سره کمپلیکس ته ورسيد او بېلو څانګو معائنه ئې وكړه۔ صدر آصف علی زرداری ته د جے-10، جے ایف-17 او جے-20 اسټیلتھ فائټرز سره سره ډرونز، خودکار یونټس او ملټی ډومین آپریشنز په اړه بریفنګ وركړې شو۔ده د انجینئرز او سائنسمدارو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ صدر په دې موقع ووئيل جے-10 او جے ایف-17 پاك فضائیه قوي كړي او مئی 2025 معرکۂ حق او آپریشن بنیان المرصوص كښې دې الوتكو په زړه پورې کارکردګی ترسره كړي۔صدر مملکت اے وی آئی سی اعلیٰ ټیکنالوجی د پاك-چین اسټریټجکي شراکت دارۍ علامت وګرځولو۔ دې د کمپلیکس دورہ کونكې وړومبې غیر ملکی مشر دے۔ صدر سره چیئرمېن بلاول بھټو زرداری،وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداری او سینیټر سلیم مانډوی والا هم موجود وو۔په دې موقع پاکستان سفیر خلیل هاشمی او چین سفیر جیانګ ژا ډونګ هم موجود وو۔پاکستان دفاعی پیداوار او هوا بازۍ په څانګه كښې چین سره مرستي زياتولو له لوظ پخلے وكړو۔ صدر مملكت دا دوره د هند سره جنګ بندۍ په 128مه ورځ كوي۔

مزید خبریں