جمهوریت د اولس طاقت او د هېواد د روښانه سباؤن ضمانت دے،د پاکستان سباؤن د جمهوریت قوي كولو سره تړلې دے ۔ د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د جمهوریت نړيوالي ورځ په موقع د پاکستان د جمهوری عزم، پارلیمانی استحکام او عوامی شمولیت تسلسل ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل جمهوریت د اولس طاقت، اجتماعی دانش، او قومی پرمختګ او سوكالۍ ضامن دے۔ ده ووئيل نن ورځ د هغه ټولو سياسي کارمندانو ،لارښودو او خبريالانو د قربانیو ياد تازه كوي كومو چې د …

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د جمهوریت نړيوالي ورځ په موقع د پاکستان د جمهوری عزم، پارلیمانی استحکام او عوامی شمولیت تسلسل ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل جمهوریت د اولس طاقت، اجتماعی دانش، او قومی پرمختګ او سوكالۍ ضامن دے۔ ده ووئيل نن ورځ د هغه ټولو سياسي کارمندانو ،لارښودو او خبريالانو د قربانیو ياد تازه كوي كومو چې د جمهوریت بحالۍ او بقا لپاره هلي ځلي كړي۔د قومی اسمبلۍ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بيان كښې د قومی اسمبلۍ اسپیکر ووئيل پاکستان د جمهوری هلو ځلو په نتيجو كښې جوړ شوې او آئینِ پاکستان ټولو وګړو له يو برابر، مذهبی آزادی،د رايو څرګندوني او شراکتی سیاست بنیادی حقونه وركوي۔ده ووئيل اسلام هم د مشاورت،شريكو رايو او اولسي شمولیت تعلیم وركوي او هم د دغي اصولو په رڼا كښې جمهوری نظام په اولسي نمائندګۍ قائم دے۔سردار ایاز صادق ووئيل پارلیمان د اولسي هيلو سپریم فورم دے، چرته چې قانون سازی، پالیسی سازی، او حکومتی نګرانۍ د لارې اولسي رايو ته عملي شكل وركړې كيږي۔ده ووئيل د پارلیمان بالادستی، د آئین بشپړه پاسداری، اداره جاتی همغږي او اولسي ښېګړې د جمهوری استحکام ضمانت دې۔ده د قائداعظم محمد علی جناحؒ د 11 اګست تاریخی خطاب حواله وركولو سره ووئيل ټولو وګړو ته مذهبی آزادی ترلاسه ده او د ریاست تعلق د تن مذهب، ذات یا عقیدے سره نه وي۔

مزید خبریں