اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي چې ذخیره اندوزی او ناجائز منافع خورۍ اجازه به نه شي وركولې، افراط زر كښې د مصنوعی زياتوالي مخنيوي لپاره د انتظامی اقدامات د لارې په ذخیره اندوزۍ به قابو موندلې شي، سېلاب ځپليو زر بحالي به باوري كولې شي،د هېواد معیشت ښه والي پلو روان دے،هېواد پرمختګ كوي او هبرني سرمایه کاری راځي،سوداګرو او …
افراط زر كښې د مصنوعی زياتوالي مخنيوي لپاره د انتظامی اقدامات د لارې په ذخیره اندوزۍ به قابو موندلې شي۔سینیټر محمد اورنګزیب

مزید خبریں
اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي چې ذخیره اندوزی او ناجائز منافع خورۍ اجازه به نه شي وركولې، افراط زر كښې د مصنوعی زياتوالي مخنيوي لپاره د انتظامی اقدامات د لارې په ذخیره اندوزۍ به قابو موندلې شي، سېلاب ځپليو زر بحالي به باوري كولې شي،د هېواد معیشت ښه والي پلو روان دے،هېواد پرمختګ كوي او هبرني سرمایه کاری راځي،سوداګرو او سرمایه کارو له سهولت په ترجیحی بنيادونو وركړې كيږي۔د اتوار په ورځ کمالیه كښې سېلاب ځپليو سيمو دوره كولو سره ميډيا سره خبرو كښې د خزاني وزير ووئيل د وزیر اعظم په سپارښتنه کابینې دوه ایمرجنسیز اعلان كړې چې پكښې کلائمیټ ایمرجنسی او ایګری کلچر ایمرجنسی شامل دي۔ ایمر جنسی ترمخه چې چې څه كوم كول وي هغه به هېواد لپاره كولې شي۔ده ووئيل مونږ د ذمه وارو احساس کولو سره اوس مخ په وړاندې روان يو، ضلعی انتظامیې ترلاسه وسائلو څخه ښه ګټه پورته كولو سره ځپلي ریسکیو کړې۔د خزاني وزیر ووئيل د مسئلو خاتمې لپاره ډھانچه جاتی اقدامات منصوبه بندی کیږي۔ده ووئيل موسمیاتی بدلونونو سره هم مسئلې پیدا شوې خو ځيني مسئلې انسان پیدا کړې دي، مونږ له به كتل وي چې كرونده چرته كول پكار ده او سوسائټیز چرته جوړول پكار دي۔ سینیټر محمد اورنګزیب ووئيل د دې ټولو اقداماتو منصوبه بندۍ له وخت پګار دے۔مشکل په دې وخت كښې مونږ ټولو له يو موټې كيدل ته اړتيا ده وفاقی وزیر ماحولیاتی بدلون 300 ورځو لپاره په مرتب منصوبه كار كوي او د صوبو په مشاورت سره به هغې له حتمی شکل وركولې شي ځكه چې په هغې عملدرآمد به صوبو له كول وي۔ زرعی څانګي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځائې، صوبائی او وفاقی حکومتونه، سټیټ بینک آف پاکستان پشمول نور بانكونه شميري مرتب كوي۔ده ووئيل د اوبو كميدو نه پس به لس يا دولس ورځو كښې د زرعی څانګي د زيان اندازه لګولې شي۔







